1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان؛ ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبه

د پاکستان په پنجاب ایالت کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي دي. د چارواکو په وینا د کلرکهار، په سیمه کې پر یوه لویه لار یو سرویس له نورو موټرو سره جنګیدلی دی.

https://p.dw.com/p/4NjCu
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: Saleem Khan/AP Photo/picture alliance

د موټروې پولیس په وینا په پېښه کې ۶۴ کسان ټپیان شوي هم دي. د موټروې پولیسو ویاند ثاقب وحید، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په سرویس کې د واده د مراسمو ګډونوال سپاره وو چې له اسلام اباد څخه لاهور ته روان ول. د هغه په خبره د ۱۳ ټپیانو وضعیت کړکیچن دي.

کوهاټ تونل کې ترافیکي پېښه؛ ۱۷ کسان مړه شوي

د ویاند په خبره سرویس تر چپه کیدو دمخه د مقابل لوري لږ تر لږه درو موټرو سره جنګیدلی دی. زیاته شوې ده چې لومړنۍ څیړنې ښيې چې پېښه په بې پرواې د موټر چلولو له کبله رامنځ ته شوې ده.

تیره میاشت په کویټه کې په یوه ترافیکي پيښه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي وو
تیره میاشت په کویټه کې په یوه ترافیکي پيښه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي ووانځور: AFP/Getty Images

ویل شوي دي چې کله سرویس موټر مخ پر ځوړه په تیز سرعت سره روان وو نو ناڅاپي یې بریکونو کار پریښی دی. اټکل کیږي چې د مړو شمیر لا پسې لوړ شي، ځکه چې د ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په پاکستان کې د خرابو زیربناوو، د موټرو د نامناسب ترمیم او په بې پروایي سره د موټرو د چلولو له کبله تل دغه ډول ترافیکي پېښې رامنځ ته کیږي. تیره میاشت په کوټه کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۴۰ کسان مړه شول.