1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د ډبرو سکرو لیږد او په اړه یې اندیښنې

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲, جمعه

د یو شمیر افغان سوداګرو په وینا په وروستیو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو لیږد کې زیاتوالی راغلی دی. ځینې افغانان په ناقانونه توګه پاکستان ته په پراخه کچه د سکرو لېږد اندیښمن کړي دي. خو طالبان څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4AHDj
Bergwerk in Afghanistan Provinz Samangan ARCHIV 2012
انځور: Qais Usyan/AFP/Getty Images

افغانستان د اوسپنې او نورو کانونو ترڅنګ په پراخه کچه د ډبرو سکرو کانونه هم لري. د دې کانونو ډېر یې په شمال کې دي او د سمنګانو دره یوسف د ډبرو سکرو کان یې مشهور دی، چې هره ورځ سلګونه ټنه د ډبرو سکاره ترې په لاریو کې باریږي او ګاونډي هیواد پاکستان ته وړل کیږي.

په سکرو بار لارۍ د پکتیکا، پکتیا، خوست او ختیځو ولایتونو په ځینو سرحدي لارو بیا پاکستان ته اوړي چې د سوداګرو په خبره ډیره کمه برخه یې ګمرک کیږي او نور یې په قاچاقي ډول اړول کیږي.

انور تڼی یو افغان سوداګر دی چې د تېرو څو کلونو راهیسې د ډبرو سکاره د هېواد له شمال څخه پاکستان ته رسوي. هغه دویچه ویله ته وویل، سوداګر په کمه بیه د ډبرو سکاره رانیسي او تر پاکستانه یې لېږد دوی ترسره کوي، چې په تورخم کې یې له ګمرک کولو وروسته له پولې اړوي. د هغه په خبره پاکستان بیا دغه سکاره په هند او چین باندې په لوړه بیه پلوري.
تڼي وویل: «په دره ای صوف کې په کم زیات دوه زره افغانۍ موږ یو ټن اخلو، له مزاره کرایه دولس زره ده او بیا چې ګمرک کوو او بیا چې د پاکستان فکټرۍ ته رسیږي په ټوله کې یو ټن موږ ته په ۳۷ زره کلدارې تمامیږي. چې موږ یې د پاکستان په سوداګرو دا ځغل خرڅ کړو، لږ یې هلته استعالیږي.»

afghanische Kohlenmine
انځور: Paula Bronstein/Getty Images


یو بل سوداګر سنګر، وایي چې د غلام خان بندر له لارې هره ورځ تر یو نیم سل ټیلر موټر سکاره پاکستان ته اړول کیږي. نوموړی زیاتوي، چې په ورځ کې له څلور تر پنځه سوه په سکرو بار ټیلر غلام خان بندر ته رسیږي، خو پاکستان یوازې یو نیم سل موټر ته د داخلیدو اجازه ورکوي.
دغه سوداګر وایي، د پکتیا ډنډې پټان له لارې هم هره ورځ څه باندې څلور سوه موټره سکاره پاکستان ته ځي، چې په هر موټر کې له دیرش تر څلوېښت ټنه سکره بار وي.
د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې هم د تورخم بندر له لارې په ورځني ډول تر پنځه سوو د سکرو موټر پاکستان ته تیریږي. په تورخم کې د یوه ترانسپورت شرکت مسؤل تنظیف الله، دویچه ویله ته وویل: «په ۲۴ ساعتونو کې به تر شپږ سوو موټر چې سکاره پکې بار وي، پاکستان ته اوړي. پخوا ډېر کم وو، اوس یې شمېر ډېر شوی دی.»
خو ویل کیږي، چې د ډبرو سکرو تر نیمایي ډېره برخه یې له محصول پرته او په ناقانونه توګه پاکستان ته وړل کیږي. 


یو افغان سوداګر احمد دویچه ویله ته وویل، اوس په افغانستان کې پاکستان ته د ډبرو سکرو وړل په ګرمه سوداګرۍ بدل شوي دي او هر هغه څوک چې پاکستان کې یې له یوه سوداګر سره اړیکه جوړه کړې، د سکرو کاروبار یې پیل کړی دی. نوموړی وایي، په هر بندر کې په سکرو د بار موټرو اوږده قطارونه ولاړ وي او ډېر یې له محصول پرته لیږدول کیږي. 
هغه وویل: «موږ شاهد حال د صحنې یو، هلته د دغو موټر له پاره یوه اډه جوړه شوې ده، تاسې کولی شئ منشي پوښتنه وکړئ. هغوی اویا اتیا موټر یو ځای خوشې کوي، د ورځې تر درې سوه موټرو او آن کله تر پنځه سوه موټر چې سکاره یې بار کړې وي، د غلام خان بندر له لارې ځي.»

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images


دغه سوداګر وایي، ډېر موټر له محصول پرته د جوړجاې له مخې پاکستان ته پریښودل کیږي: «دا جوړ جاړی دی، که غواړي محصول شي محصولوي یې کنه همداسې یې پریږدي. په لسو کلونو کې دومره سکاره نه دي تللی لکه دا شپږو یا اوو میاشتو کې چې پاکستان یوړل شو.»
خو داسې کسان هم شته چې له محصول پرته یې پاکستان ته د سکرو سوداګري کړي. یو سوداګر چې د خپل نوم اخیستو ډډه کوي دویچه ویله ته وویل، د سکرو سوداګري کې ښه ګټه وټه کوي، ځکه افغانستان کې د ډبرو سکاره ارزانه دي او چې د ګمرک پرته یې  یې پاکستان ته واړوي، نو پریمانه ګټه ورته کوي: «زه کوچنی کاروبار لرم، اوس ورځو کې پاکستان ته د ځغل سوداګري ښه ده، ګټه وټه پکې ډېره ده. زه یې تر پولې رسوم، نور پاکستان سوداګر پوهیږي او کار یې.»


خو طالبان خوښي څرګندوي، چې د دوی په واکمنیدو سره د ډبرو سکرو استخراج پراخ شوی او هره ورځ پاکستان ته زرګونه ټنه د ډبرو سکرو صادرات لري.
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت ویاند مفتي برهان، دویچه ویله ته وویل چې د کابل په خاکجبار او د تخار کلافګان ولسوالۍ کې یې د ګزیستان کانونه په قرارداد ورکړي او په هرات کې د سکرو د یوه کان قرارداد چې د پخواني حکومت پرمهال ترسره شوی و تمدید کړی دی.


نوموړی وایي چې د ډبرو سکرو استخراج په اړه د دوی پالیسي نرمه ده او د دوی تصدۍ او عامو خلکو له لورې یې استخراج ترسره کیږي: «له شمالي سیمو چې د ډبرو سکاره رانتقالیږي دا زموږ د تصدیو له لورې هم استخراج شوي او د ولسي خلکو له خوا هم استخراج شوي. یوازې د ډبرو سکرو استخراج په اړه زموږ پالیسي لږه نرمه ده او په کومو سیمو چې کان موجود وي خلک یې د رایستلو اجازه لري.»

Pakistan Afghanistan NATO Fahrzeuge werden an der Grenze festgehalten
انځور: AP


مفتي برهان زیاتوي چې د ډبرو سکرو له پاره د پلور ستر مارکیټ پاکستان دی او په خبره یې هره ورځ سلګونه ټنه سکاره پاکستان ته صادریږي. نوموړی وایي طالبان پاکستان ته د سکرو په لېږد کوم محدودیت نه لري: «موږ له سوداګرو تعرفه اخلو، خو نور نه ورته وایو، چې کوم هېواد ته یې وړي او کوم ته یې نه وړي. اوس وخت کې د ډبرو سکرو له پاره پاکستان ډېر ښه مارکېټ دی او ټول یې پاکستان ته روان دي. زموږ له لورې هیڅ راز محدودیت ورباندې نشته.»


ویل کیږي چې هره ورځ د تورخم، د خوست غلام خان بندر، د پکتیا ډنډې پټان او یو شمېرو نورو لارو پاکستان ته تر زرو لوی موټر اوړي، چې د ډبرو په سکرو بار وي.
د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي، په بندرونو هیڅ په توکو بار موټر بې محصوله پاکستان ته نشي تیریدلی. نوموړی زیاتوي چې د ډبرو سکرو محصول ترسره کیږي، خو په ورځني ډول د موټرو کره شمېر او دا چې څومره عواید ترې ترلاسه کیږي سمدستي په لاس کې نه لري. 
افغان سوداګر وایي، پاکستاني سوداګرو د افغانستان د ډبرو سکرو کې پانګونې ته سخت لېواله دي او ګڼ پاکستاني سوداګر په دې لټه کې دي، چې افغانستان کې یو شریک پیدا کړي، تر څو تر ډيورنډ کرښې پورې سکره ورته راوړي، چې په وینا یې د پولې ها غاړې ته یې د انتقال مسؤلیت هم هغوی پر خپله غاړه اخلي.