1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د بایدن او مودي پر څرګندونو نېوکه وکړه

۱۴۰۲ تیر ۳, شنبه

پاکستان د امریکا د ولسمشر او د هندوستان د صدراعظم پر وروستيو څرګندونو نيوکه وکړه. مودي او بایدن په سپينه ماڼۍ کې د ېوې کتنې پرمهال پر پاکستان غږ کړی چې له خپلې خاورې د تروریستي حملو په موخه د نه کارولو اطمینان دې ورکړي.

https://p.dw.com/p/4T0pV
USA US-Präsident Joe Biden empfängt Indiens Premierminister Narendra Modi zum Staatsbesuch im Weißen Haus in Washington
انځور: Kevin Lamarque/REUTETS

د رويټرز د رپوټ پر اساس، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ويلي دي چې په دې هکله د امریکا متحده ایالاتو او هندوستان ګډه اعلاميه «بې دليله، یوه اړخيزه او ګمراه کونکېِ» ده او دا ډول څرګندونې ېې د «ديپلوماسۍ د اصولو خلاف» ګڼلې دي.

د پاکستان خارجه وزارت زیاته کړې چې د ګډې اعلامې له محتوا څخه حیران شوی او زیاته کړې ېې ده چې دغه وزارت «امریکا متحده ایالاتو سره د تروريزم پر ضد مبارزه کې نژدې همکاري» لري.

ورته نور ولولئ: بايدن او مودي: پاکستان دې د تندلارو د بريدونو مخه ونيسي

د هندوستان او پاکستان تر منځ مناسبات له کلونو راهيسې خراب دي. په ۱۹۴۷ کې له بریتانيا څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو وروسته دواړو هېوادونو درې ځله په خپلو کې جګړه کړې چې دوه جګړې ېې د کشمیر علاقې پر سر وې. دغه هیماليايي علاقه چې اکثریت اوسيدونکي ېې مسلمان دي، دواړه ملکونه پرې د خپلې خاورې د برخې دعوا کوي.

په ګډه اعلاميه کې ويل شوي: «دوی (بایدن او مودي) له پولو ورهاخوا تروریزم او له تروريزم څخه استفاده په کلکه غندي او پر پاکستان ېې غږ کړی چې د خپل کنټرول لاندې هيڅ حریم څخه ېې د تروريستي بریدونو د نه استفادې د ډاډمنتيا په موخه دې فوري اقدامات ترسره کړي.»

د پاکستان خارجه وزارت ويلي دي چې هندوستان افراطيت پورې تړاو لرونکو تورونو څخه د اسلام آباد خلاف استفاده کوي تر څو ېې په دې ترتيب د کشمیر د وضعیت او په هندوستان کې د مسلمان لږکيو وضعیت ته انحراف ورکړی وي.

ورته نور ولولئ: له چین سره شخړه؛ هند دفاعي بودیجه زیاته کړې

نوی ډيلی له کلونو راهیسې پاکستان په هندوستان کې د تروریستي بريدونو په ترسره کولو، له هغې جملې د ۲۰۰۸م کال د ممبي بريد چې په کې له ۱۶۵ ډېر کسان ووژل شول، تورن کړی دی.

هندوستان همدارنګه وايي چې پاکستان له هغو اسلامپاله وسلوالو ډلو سره مرسته کوي چې له ۱۹۸۰ راهیسې د دوی برخه کشمیر کې د هندوستان پر امنيتي ځواکونو بریدونه کوي. پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي چې دوی یوازې د کشمیر د خودمختارۍ په موخه له ديپلوماتيکو هڅو ملاتړ کوي.

بایدن د پنجشنبې په ورځ له مودي څخه د سور فرش پر خورولو هر کلی وکړ. دواړه مشران اوس په دفاعي برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ رسيدلو توافقاتو او د چين له تجارتي نفوذ سره د مقابلې څخه خبرې کړي دي.

ورته نور ولولئ: د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د زده کوونکو د حجاب پر سر شخړه

پاکستان هم وايي چې هندوستان ته د پرمختللې پوځي تکنالوژۍ د انتقال له پلان څخه «ژوره اندېښنه» لري او وايي چې دا به د جنوبي اسیا سيمې په سوله کې ګټور نه وي.

(Reuters)mks/mns

او دلته د هندوستان د فرهنګونو په هکله زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم وګوري: