1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

بايدن او مودي: پاکستان دې د تندلارو د بريدونو مخه ونيسي

۱۴۰۲ تیر ۲, جمعه

ولسمشر بایدن د هند له لومړي وزير سره يو ځای پر پاکستان غږ کړی دی چې دا خبره دې ډاډمنه کړي چې خاوره یې د تندلارو له خوا د بريدونو له پاره ونه کاروله شي. مودي دمګړۍ د امريکا په سفر بوخت دی.

https://p.dw.com/p/4SzOZ
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن او د هند لومړی وزير نريندرا مودی
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن او د هند لومړی وزير نريندرا مودیانځور: Kevin Lamarque/REUTETS

دا څرګندونې د سپينې ماڼۍ له خوا په خپرې شوې يوه ګډه اعلاميه کې شوي دي. په دغه اعلامیه کې زياته شوې ده: «دوی [بایدن او مودي] د پولې له بلې غاړې څخه ترهګري او د ترهګرو ډلو کارول په کلکه غندي او پر پاکستان د چټکونو ګامونو د پورته کولو غږ کوي څو یې تر کنترول لاندې يوه سيمه هم د ترهګریزو بريدونو له پاره ونه کاريږي.»

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بايدن او هند د لومړي وزير نريندر مودی ترمنځ تر مفصلو خبرو اترو وروسته په جاري کړل شوې دې اعلامیه کې دواړو مشرانو په پاکستان کې د فعالو ډلو لشکر طيبه او جيش محمد په څېر ډلو پر ضد د پام وړ اقداماتو غوښتنه کړې ده.

اړونده موضوع: د چين پولې ته څېرمه د هند او امريکا ګډ پوځي تمرينونه

دواړو مشرانو له پاکستان څخه غوښتي چې د هغو ډلو پر ضد دې لاس په کار شي چې هند په نخښه کوي.

په دې شريکه اعلاميه کې دا غوښتنه هم شوې ده چې په ۲۰۰۸م کال د هند په اقتصادي مرکز، ممبي ښار کې د ترهګریزو بريدونو مسئولينو ته جزا ورکړي.

هند د لشکر طيبه د وسله والې ډلې مشر حافظ سعيد، د دغه بريدونو مسئول ګڼي. په دې بريدونو کې تر ۱۶۰ ډېر کسان وژل شوي

هند تل د دغه هېواد تر کنترول لاندې کشمير کې د ترهګریزو بريدونو پړه پر پاکستان ور اچوي خو پاکستان تل دا ډول تورونه ردوي. بل لوري ته په اسلام آباد کې حکومت هم پر نوی ډيلي په پاکستان کې په ترهګریزو بريدونو کې د لاس درلودو تور لګوي.

که څه چې امريکا په تاريخي توګه له پاکستان سره نږدې اړيکي لرلي دي خو په دې وروستيو کې د واشنګټن او نوي ډيلي ترمنځ اړيکې ډېرې ژورې شوي دي.
که څه چې امريکا په تاريخي توګه له پاکستان سره نږدې اړيکي لرلي دي خو په دې وروستيو کې د واشنګټن او نوي ډيلي ترمنځ اړيکې ډېرې ژورې شوي دي.انځور: Manuel Balce Ceneta/AP Photo/picture alliance

په ۲۰۱۹م کال کې د هند له لوري د دغه هېواد تر کنترول لاندې جمو او کشمير سيمه ته ځانګړي حيثيت تر ورکړې وروسته د دواړو هېوادونو اړيکي لا پسې ترنګلې شوې.

د هند او امريکا اړيکې د پراخيدو په حال کې دي

په دغه ګډه اعلاميه کې ويل شوي دي: «دوی [بايدن او مودي] غوښتنه کوي چې د پټان کوټ د پېښې عاملين دې هم ځواب ویلو ته حاضر کړل شي.»

په ۲۰۱۶م کال کې د پټان کوټ پر هوايي اډه په ترسره شوي برید کې اوه هندي عسکر ووژل شول.

اړونده موضوع: پاکستان له هند سره د تجارت پيلولو اعلان وکړ

په اتومي وسلو د سمبالو دې ګاونډيانو اړيکي له کلونو راهيسې ترنګلي دي. په ۱۹۴۷م کال کې تر ويشل کیدو وروسته هند او پاکستان تر اوسه په خپل منځ کې درې جنګونه هم کړي دي.

که څه چې امريکا په تاريخي توګه له پاکستان سره نږدې اړيکي لرلي دي خو په دې وروستيو کې د واشنګټن او نوي ډيلي ترمنځ اړيکې ډېرې ژورې شوي دي. د بايدن ادارې په ۲۰۲۱م کال له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو راهېسې له پاکستانه واټن نيولی دی، په داسې حال کې چې له هند سره یې اړيکي ډېري ښه دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, ap,afp)

زموږ له آرشيف څخه: