1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان امریکا ته د افغانانو په انتقالولو کې همکاري کوي

۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبه

د پاکستان مؤقت لومړي وزیر ویلي چې دغه هیواد د هغو ۲۵ زره افغانانو د انتقالولو بهیر آسانه کوي، چې په افغانستان کې یې د امریکا د جګړې پر مهال له دغه هیواد سره کار کړی او د طالبانو له ولکې وروسته پاکستان ته تللي دي.

https://p.dw.com/p/4YZsQ
Pakistan | Migranten aus Afghanistan
انځور: Sophie Kirby/DW

دغه خبره د پاکستان مؤقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځ کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې ورځو کې هغه افغان مهاجر اخراجوي چې اسناد نه لري. 

کاکړ ویلي دي چې پاکستان به د نړیوالو اعتراضونو سربیره، له دغه هیواد څخه د شاوخوا ۱،۷ میلیونه بې اسناده مهاجرو د اخراجولو لړۍ روانه وساتي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل: «مونږ به امریکا ته د زیان منونکو افغانانو انتقالول اسانه کړو. مونږ له لویدیځو هیوادونو سره په تماس کې یو او پر یوه میکانیزم کار روان دی.»

دغه تضمینونه د یو شمیر هغو افغانانو د امنیت په هکله انديښنو سره هم مهاله مطرح کیږي چې (له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱م کاله پورې) له القاعدې شبکې سره د جګړې پر مهال یې له نړیوالو ځواکونو سره کار کړی وو او اوس یې پاکستان ته پناه وړې ده.

پاکستان په روانه میاشت کې هغوافغان مهاجرو سرکوب او اخراجول پیل کړ چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د شاوخوا ۲۵ زره افغانانو د پاکستان ویزو چې تر دوو کلونو د ډیرې مودې راهیسې امریکا متحده ایالاتو ته د تللو په تمه دي، وخت تیر او یا په بل عبارت بې اعتباره شوي دي. دا ویره موجوده ده چې ممکن د اسلام آباد حکومت دغه کسان هم اخراج کړي.

چارواکو ویلي دي چې په اسلام آباد کې د امریکا او ټولو لویدیځو هیوادونو دیپلوماتانو پاکستان ته سپارښتنه کړې ده چې زیانمنونکي او ګواښ سره مخامخ افغانان دې سره له دې چې ویزې له ختمې شوي دي، اخراج نه کړي.

له هغه وخت راهېسې چې د پاکستان حکومت له خوا بې اسناده مهاجرو وتلو له پاره ورکړل شوی مهلت پای ته رسیدلی دی، ۲۵۰ زره بې اسناده افغان مهاجر له دغه هیواده وتلي دي. د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ژمنه کړې ده چې دې سیاست ته به دوام ورکوي.

ځيني کارپوهان وايي چې اسلام آباد د افغان مهاجرو اخراج پر طالبانو د فشار زیاتولو په خاطر پیل کړی دی، ځکه پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې له اسلامپاله جنګیالیو سره له نرمۍ کار اخلي چې ویل کیږي په هغو خونړیو بریدونو کې لاس لري چې له سرحد څخه دباندې طرحه او تنظيم کیږي.

کاکړ وویل د هغه وخت راهیسې چې طالبان یو وار بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي تر اوسه پورې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ډیریدو په پایله کې ۲۲۶۷ پاکستانیان وژل شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

په پاکستان کې د افغان مهاجرو نه ختمیدونکې ستونزې