1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري حقونو څار ټولنه وايي د افغانانو اخراج «ظالمانه» دی

۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبه

د بشري حقونو څار ټولنې له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج غندلی. يوې مشرې هيتر بار يې دغه کار په خپله اېکس پاڼه کې حتی «ظالمانه» بللی دی.

https://p.dw.com/p/4YOmp
په تورخم کې افغانستان راستنېدونکي افغان مهاجر
په تورخم کې افغانستان راستنېدونکي افغان مهاجرانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

د بشري حقونو څار ټولنې له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج غندلی. يوې مشرې هيتر بار يې دغه کار په خپله اېکس پاڼه کې حتی «ظالمانه» بللی دی.

هيتر بار چې د بشري حقونو څار ټولنې د ښځو د چارو مديره ده، په خپله ايکس پاڼه کې کاږي چې »د ظلم يو خاص ډول دی چې د يوه بشري ناورين په ترڅ کې له يوه ميليون څخه ډېر وګړي افغانستان ته اخراج شي، داسې مهال چې ژمی هم رادرومي.« آغلې بار دغه ليکنه د جمعې په ورځ د (د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۳مه) کړې ده.

د پاکستان حکومت بې اسناده افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له هېواده د وتلو ضرب الاجل ټاکلی و. د چهارشنبې يا شرو ورځې راهيسې پاکستانۍ ادارې په زور سره کډوال شړي او د اخراج ډېر شمېر مرکزونه يې رامنځ ته کړي دي.

میرمن هيتر بار
میرمن هيتر بارانځور: Privat

خو مرستندويه ټولنې اوس اندېښنه لري چې ستنېدونکې کډوالې کورنۍ بايد راتلونکی سخت ژمی د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په پنډغالو کې تېر کړي. د بشري حقونو څار ټولنې ترڅنګ عادي افغانان هم د پاکستان پر سياست نيوکې کوي او د خپلو شتمنيو پر لوټلو اندېښنه ښيي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل