1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائيلي ناقلينو يو ځل بيا په فلسطينيانو باندې بريد کړی

۱۴۰۲ تیر ۴, یکشنبه

د لويديځ اردن په سيمه کې اسرائيلي ناقلينو د شنبې په ورځ د فلسطينيانو په وړاندې له تاوتریخوالي کار اخيستی دی. پېښه له رام الله څخه شمالي لوري ته شوې.

https://p.dw.com/p/4T2HA
 يو فلسطیني د جون په ۲۱مه په وروستیو تاوتريخوالو کې د سوځيدلو موټرو کې د د پرزه جاتو لټون کوي. دغه تاوتریخوالی وروسته له هغې وشول چې یو فلسطيني وسلوال څلور اسرائيلیان ووژل.
يو فلسطیني د جون په ۲۱مه په وروستیو تاوتريخوالو کې د سوځيدلو موټرو کې د د پرزه جاتو لټون کوي. دغه تاوتریخوالی وروسته له هغې وشول چې یو فلسطيني وسلوال څلور اسرائيلیان ووژل.انځور: Majdi Mohammed/AP Photo/picture alliance

په لسګونو اسرائيليان له رام الله څخه د شمال په لور په يوه ښارګوټي ورننوتل او هلته يې د رسنيو په حواله موټرونو او ودانيو ته اور لګولی دی. د اسرائيل پوځ ويلي چې د اسرائيليانو او فلسطينيانو ترمنځ نښتې شوې دي چې امنيتي ځواکونه يې د ختمولو هڅه کوي. تر دې دمه يو اسرائيلي تبعه نيول شوی او يو عسکر د تيږو د وار کېدلو له کبله ژوبل شوی دی. د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې »د اسرائيل پوځ به په جديت سره د هر ډول تاوتريخجنو کړنو او د شتمنيو د ويجاړېدو پرضد اقدام کوي« او زياتوي چې »د اسرائيل پوځ دغه ډول ناسيوناليستي جرمونه غندي چې د خلکو د پارېدو باعث ګرځي.«

نور ولولئ: د اردن سیند لویدیځه غاړه کې اسرائیلي برید سخته مرګ ژوبله اړولې ده

د جمعې په ماښام د اسرائيليانو په حواله يوه فلسطيني د بيت المقدس په شمال کې پر اسرائيلي امنيتي ځواکونو ډزې کړې وې چې ورپسې دغه بريدکوونکی په ډزو ووژل شو.     

د سه شنبې په ورځ د لويديځ اردن په سيمه کې د دوو فلسطينيانو له خوا پر څلورو اسرائيليانو باندې د يوه بريد راهيسې هلته ناقلينو د فلسطينيانو په وړاندې له شديد تاوتريخوالي کار اخيستی دی. د اسرائيل د اپوزيسيون مشر جير لاپيد په ټويټر کې ليکلي چې »د ناقلينو تاوتريخوالی له هر حد څخه تجاوز کوي.«

نور ولولئ: اسرائیل او د اسلامي جهاد ډله پر یوه اوربند موافقې ته رسیدلي

په اسرائيل کې د آلمان سفير شتېفن زايبرت هم د تاوتريخوالي د تازه پېښو له کبله »حيران« دی او په ټويټر کې يې ليکلي چې »وروستي تروريستي بريدونه توجيه کېدای نه شي.« د هغه په خبره اسرائيل د ټولو اشغال شوو سيمو د امنيت له پاره مسئوليت لري. په اسرائيل او د فلسطينيانو په بېلابېلو سيمو کې د ډېرې مودې راهيسې امنيتي وضعيت ترينګلی دی.

د کال د پيل راهيسې ۲۴ تنه په بريدونو کې وژل شوي دي. په عين موده کې ۱۳۹ تنه فلسطينيان د اسرائيل په پوځي ماموريتونو، نښتو يا د خپلو څرګندونو له مخې په بېلابېلو پېښو کې په ډزو وژل شوي دي. اسرائيل د ۱۹۶۷ کال د شپږو ورځو په جګړه کې د لويديځ اردن سيمه او د بيت المقدس ښار ختيځ ونيو چې فلسطينيان دغه سيمې د خپل مستقل دولت د جوړولو له پاره غواړي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: