1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لویدیځه غاړه کې اسرائیلي برید سخته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د اردن سیند لویدیځه غاړه جنین ښار کې د اسرائیلي پوځ د برید په پایله کې پنځه تنه فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۹۱ نور ټپیان دي. د اسرئیلي پوځ د غیر عادي عملیاتو په ترڅ کې چورلکو په سیمه کې پر وسله والو کسانو ډزې کړي.

https://p.dw.com/p/4Snep
Westjordanland | Israelischer Militäreinsatz in Jenin
انځور: Nedal Eshtayah/AA/picture alliance

د فلسطین روغتیایې مسئولینو د دوشنبې په ورځ وویل چې د اردن سیند د لویدیځې غاړې په اشغال شوې سیمه کې د اسرائیلي پوځ په پراخو عملیاتو کې د یوه ۱۵ کلن تنکي ځوان په ګډون لږ تر لږه ۵ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل او د اسلامي جهاد ډله پر یوه اوربند موافقې ته رسیدلي

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې لږ تر لږه ۹۱ تنه ټپیان شوي چې د ۱۲ وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. د اسرائیلي رسنیو په حواله ډير شمیر اسرائیلي عسکر هم ټپیان شوي دي.

اسرائیلي پوځ ویلي دي چې په پراخه کچه د ډزو تبادله هغه وخت پیل شوه، کله چې ځواکونه د دوو مطلوبو شکمنو کسانو د نیولو له پاره د جنین ښار ته ورننوتل. د پوځ په حواله پر اسرائیلي سرتیرو په پراخه پیمانه چاودیدونکي مواد وغورځول شول.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د اسرائیل دفاعي ځواکونو (آی ډي ایف) په یوه اعلامیه کې وویل «ځواکونو په مستقیم ډول د ډزو ځواب ورکړ. هدف لا دمخه معلوم کړای شوی و.»

آی ډي ایف زیاته کړه «د ځواکونو په را ایستلو کې د مرستې په خاطر چورلکو پر وسله والو ډزې وکړې.» د اعلامیې په حواله له ښاره د بیرته وتلو پر مهال چاودنه کې د اسرائیل یو پوځي موټر ته هم زیان اوښتی دی.

ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیي د ښارګوټو جوړولو لړۍ پر بندولو ټینګار کړی

بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش له فلسطین څخه غوښتنه کړې ده چې په اشغال شوو سیمو کې دې هر ډول ساختماني چارې په عاجل ډول بندې کړي.

Westjordanland | Israelischer Militäreinsatz in Jenin
د اسرائیلي رسنیو په حواله دا د ۲۰۰۰ کال تر لسیزې وروسته په دې سیمه کې د چورلکو په وسیله لومړنی برید دی.انځور: Raneen Sawafta/REUTERS

اروپايي اتحادیې هم په جینن کې په خونړیو پیښو سخته انديښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې له دې امله څو تنه ملکیان وژل شوي دي.

د اروپايي اتحادیي د بهرنیو چارو دفتر یوه ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي «پوځي عملیات باید متناسب او د نړیوالو بشري حقونو په اساس وي.»

اروپایي اتحادیې د روانې میاشتې تر وروستیو پورې د اردن سیند په لویدیځ اشغال شوې سیمه کې تر ۴۰۰۰ ډیرو ساختماني واحدونو پر اسرائیلي پروژې هم انديښنه څرګنده کړه او د دغو پروژو د بندولو غوښتنه یې وکړه.

په جنین کې د نښتو لړۍ

په جنین کې موقعیت درلودونکي د فلسطيني مهاجرو کمپ په پرله پسې ډول د تاوتریخوالي او د اسرائیلي پوځ له خوا د چاپو وهلو مرکز پاتې شوی دی، ځکه دا د وسله والو فلسطیني ډلو پر مرکز بدل شوی دی. مخکې تر دې په جنورۍ میاشت کې پر دې کمپ د چاپې وهل کیدو پر مهال ۱۰ او په مارچ میاشت کې بیا ۴ تنه نور وژل شوي ول.

د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې ۱۲۵ فلسطینیان وژل شوي دي. په همدې موده کې پر اسرائیلو د فلسطینیانو په بریدونو کې ۱۸ اسرائیلي، یو اوکرایني او یو ایټالوی تبع وژل شوي دي.

د اسرائيلو هوايي بريدونو د «اسلامي جهاد» ډلې هدفونه په نخښه کړي

اسرائیل په ۱۹۶۷ کال کې د عربو او اسرائیل ترمنځ جګړه کې چې شپږ ورځې یې دوام وکړ، د اردن سیند د لویدیځې غاړې او یروشلم یا بیت المقدس په ګډون یو شمیر نورې سیمې اشغال کړې وې. فلسطین دغه سیمې د خپل راتلونکي هیواد له پاره چې پلازمېنه یې ختیځ بیت المقدس وي، بیرته غواړي. خو پر دې موضوع د دواړو خوا ترمنځ خبرې اترې له ۲۰۱۴م کال راهیسې په ټپه ولاړې دي.

آژانسونه: ش.ن/ب.ص