1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د افغانستان د غاليو صادرات ډېر شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۶, جمعه

د يوه رپوټ په حواله په افغانستان کې د روان ناوړه اقتصادي بحران په ترڅ کې د غاليو توليد وده کړې ده او د دغه هېواد د غاليو صادرات هم ډېر شوي.

https://p.dw.com/p/4Atug
Afghanistan Teppiche
انځور: Reuters/M. Ismail

د طلوع نيوز تلویزيوني شبکې پنجشنبې ورځې د يوه رپوټ په حواله افغانستان په تېر کال کې يو ميليون متر مربع غالۍ صادرې کړي دي. يادې شبکې دغه رپوټ د غاليو د توليدونکو او صادرونکو ټولنې د معلوماتو په حواله ورکړی دی.

د دې ټولنې يوه غړي محمد آصف يعقوبي وويل: «توليد د بې کارۍ له کبله شل سلنه لوړ شوی دی، اوبدل ډېر شوي دي او ورسره زموږ توليد هم ډېر شوی دی.»

د دغه ټولنې په حواله د افغانستان ډېرې غالۍ اروپا او پاکستان ته صادرې شوی دي. غالۍ هم په لاس اوبدل کيږي او هم د ماشينونو له لارې جوړيږي. خو په سيمه کې په لاس اوبدل شوې غالۍ لاسي هنر ګڼل کيږي.

له افغانستان څخه د نړيوال پوځي ائتلاف د ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په دغه هیواد کې د بې کارۍ کچه ډېره لوړه شوې ده. د هېواد په ډېرو سيمو کې بې وزلي حاکمه ده او ډېری انسانان پر بشري مرستو تکيه کوي.

زموږ له آرشيف څخه: