1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ولي په افغانستان کي چاودني زياتي سوي؟

۱۳۹۹ آذر ۱۰, دوشنبه

د افغانستان په ځينو ښارونو کې په ځانگړې توگه کابل کي چاودنو زور اخيستی دی. کار پوهان او امنيتي چاروکي د دې پيښو د ډيريدو لامل ډول ډول ښيي. خو مخنيوی بايد څرنگه وسي؟

https://p.dw.com/p/3m1hd
Afghanistans Vizepräsident überlebt Bombenattentat
انځور: picture-alliance/AA/S. Khodaiberdi Sadat

په افغانستان کې د چاودنو، برېدونو او امنیتي پېښو په لړ کې د پلازمینې کابل اوسېدونکي نېږدې هره ورځ د مقناطیسي ماین چاودنو سره پيلوي.

د کابل ښار په پل حس سیمه کې نن دوشنبې (۲۰۲۰م کال د نوامبر ۳۰مه) د ملي اردو پر یوه رنجر موټر مقناطیسي ماین وچاودید خو چارواکي وايي ځاني زیان نه لري.

دغه راز، د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی او د باغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو یوه توغندي د ملي اردو د دریمې لوا قوماندان عبدالبصیر نورستانی وژلی او ۱۱ سرتیري یې ټپیان کړي دي.

د امنیتي چارواکو ځواب

کورنیو چارو وزارت مني چې برېدونه او چاودنې ډېرې شوي خو پروړاندې یې افغان ځواکونه هم جدي اقدامات کوي.

ددغه وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه وویل: «طالبانو په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې په نرمو اهدافو خپلو برېدونو ته زور ورکړی.»

پر افغان امنیتي چارواکو ترټولو ستره نېوکه داده چې څنګه وسله وال مخالفین د ټینګو امنیتي تدبېرونو سره سره هم سترو ښارونو ته له وسلو او چاودېدونکو توکو سره ننوځي؟

د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي جنرال طاهر یرغل دویچه ویله ته وویل، تر ټولو اړینه خبره داده چې ددغو برېدونو او امنیتي پېښو سرچینې پېدا او وچې کړای شي: «دغه منابع او سرچینې باید کشف او استخبارات پيدا کړي، چې مقناطیسي ماینونه له کومه راوړل کیږي، برېدونه چیرته او څنګه پلانیږي؟ زموږ کشف او استخبارات په دې کې پاتې راغلي.»

پر استخباراتي او کشفي ارګانونو داسې مهال نېوکه کیږي چې افغان ولسي جرګې، همدا نن د ملي امنیت عمومي ریاست ځای ناستي او نوماند احمدضیاء سراج ته د ۲۲۰ باور رایو په ورکولو سره د ملي امنیت د عمومي رئیس په توګه تائید کړ.

په ولایتونو کې د برېدونو ډېروالی

هاخوا د پلازمینې کابل ورهاخوا په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم برېدونو زور موندلی، تېره ورځ غزني او زابل کې چاودنو لږ تر لږه ۳۴ کسه ووژل او تر ۵۰ ډېر یې ټپیان کړل.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني دویچه ویله ته وویل، د غزني امنیتي وضعیت د کابل په ګډون د څو ولایتونو پر امنیتي وضعیت هم منفي اغیز کړی: «په غزني کې د ناکراریو له امله د پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، ارزګان، دایکنډي، بامیان او زابل ولایتونو ته هم د وسله والو تګ راتګ ډیر شوی او دغه ولایتونه یې ناارامه کړي.»

د ښاغلي کامراني په وینا د غزني له ۱۸ ولسوالیو ۹ یې د طالبانو په ولکه کې دي، ۶ ولسوالۍ کلابندې دي او یواځې د دریو ولسوالیو لارې پرانېستې او تګ راتګ کیږي.

پوځي شنونکي جنرال طاهر یرغل وویل په ولایتونو کې د ناکراریو د ډېرېدو یو ستر لامل دا هم دی چې له ډېرو یې بهرني ځواکونه په بې مسؤلیتی سره راوتلي: «بهرنیو ځواکونو د ولایتونو او ولسوالیو کې خپلې آډې او پوځي قرارګاوې په داسې حال کې پرېښي چې ځايي ځواکونه یې نه دي تمویل کړي او سیمي یې په لوی لاس مخالفینو ته پریښي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په هېواد کې د هدفي وژنو دوام لاهم د خلکو ترمنځ اندېښنې ډېرې کړي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشرې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې نور دې پر ملکي اهدافو خپل برېدونه پای ته ورسوي.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشیف څخه: