دفاع وزارت: د غزني د خونړي بريد طراح وژل شوی
۱۳۹۹ آذر ۱۰, دوشنبهد افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چې د غزني د خونړي بريد طراح حمزه وزيرستانی د غزني ولايت د گیرو ولسوالۍ په علي شير خيل کلي کې په يوه هدفمن هوايي بريد کې وژل شوی دی. د وزارت په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د دې هوايي بريد په ترڅ کې ډېري وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
په غزني کې د يکشنبې ورځې (د نومبر ۲۹ مه نیټه) په بريد کې ۳۰ پوځيان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان شوي دي.
اړونده موضوع: غزني کې پر افغان پوځ درنې چاودنې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده
په افغانستان کې په دې وروستيو کې د هرې ورځې په تیريدو سره ناامني په زياتیدو ده او ملکي او نظامي کسانو ته تلفات اوړي.
د دوشنبې په ورځ هم په کابل او هرات ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو پر موټرو بريدونه شوي دي. د هرات يوه سيمه ایز چارواکي ويلي دي چې پر يوه رينجر موټر د نامعلومو وسله والو له خوا د ډزو په نتيجه کې يو پوليس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي. دا پېښه د هرات ښار په مرکز کې شوې ده.
په کابل کې هم د دوشنبې په ورځ د پوليسو يو موټر د ماين چاودنې هدف گرځيدلی دی. د کابل پوليسو ويلي چې دې پېښې تلفات نه لرل. د پېښې مسئوليت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.