1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: استعفا نه کوم

۱۴۰۱ فروردین ۱۲, جمعه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، په پارلمان کې د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک له کبله د رامنځ ته شوي سیاسي بحران په ترڅ کې ولس ته وینا کړي او ویلي یې دي چې هغه استعفا نه ورکوي او تر وروستۍ شیبې مقابله کوي.

https://p.dw.com/p/49KL7
Pakistan Premierminister Imran Khan
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

ولس ته د پاکستان د لومړي وزیر وینا په ژوندۍ بڼه خپرېده. عمران خان په خپلو څرګندونو کې وویل چې ولس ته د راتلونکي په هکله وینا کوي او اوس يې د هیواد پر وړاندې دوې لارې دي. هغه یادونه وکړه چې پاکستان دا مهال له یوه پریکړنده پړاو سره مخامخ دی. هغه د تیرو ویناوو په څیر د پاکستان سیاسي تاریخ او سیاست ته د راتلو یادونه وکړه.

عمران خان په خپله وینا کې د »ليک« يادونه وکړه. په دې ترڅ هغه کې د امریکا متحده ایالاتو نوم هم یاد کړ، خو ډیر ژر یې د خپلې غلطۍ احساس وکړه او د امریکا پر ځای یې «یو بهرنی هیواد» یاد کړ.

هغه وویل چې دغه هیواد د پاکستان له بهرنۍ پالیسۍ څخه ناراضه دی او داسې فکر کوي چې بهرني پالیسي د عمران خان له لوري جوړه شوې ده. د دغه لیک په هکله هغه دا هم وویل چې د بهرني هیواد چارواکي دا ګواښ هم کړی دی که چیرې د عدم اعتماد تحریک بریالی کیږي (یعنی که عمران خان له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه نه کړي) نو د پاکستان غلطۍ به معاف کړي.

Pakistan Premierminister Imran Khan
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

عمران خان په خپله وینا کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان ګډون او په دغه موده کې د پاکستان پر خاوره د بې پيلوټه الوتکو بریدونو ته هم اشاره وکړه. د هغه په خبره پخواني حکومتونه پر دغو بریدونو غلي ول، ځکه نه یې غوښتل چې متحده ایالات ناراضه شي.

د یکشنبې په ورځ په واک کې د پاتېدو یا نه پاتېدو په هکله په ولسي جرګه کې رای اچونه کیږي. عمران خان وویل چې آیا ولس له دېرشو کلونو راهیسې په واک کې پاتې شوي سیاستوال بیرته راوستل غواړي، چې پر ضد یې د اختلاس قضیې شته؟

هغه تر وروستۍ شیبې د مقابلې کولو هوډ یو ځل بیا څرګند کړ او دا یې روښانه کړه چې استعفا نه ورکوي. هغه وویل چې غواړي وویني چې د یکشنبې په ورځ د رای اچونې په ترڅ کې څوک خپل وجدان پلوري.

خبریال روحان احمد په ټویټر کې یوه ویډیو خپره کړې ده چې پکې ویل شوي چې په پيښور کې د عمران خان د ګوند پلویانو د متحده ایالاتو ضد مظاهر کړې.

په هیواد کې د روان سیاسي کړکېچ شالید

د پاکستان د اوسني لومړي وزیر عمران خان، ګوند د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې غوڅ اکثریت نه وو ترلاسه کړی. عمران خان د مسلم لیګ ق، متحده قومي مومنټ او ځینو نورو ګوندونو سره د ائتلاف په پای کې واک ته رسیدلی وو.

کله چې د اپوزیسیون ګوندونو د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک وړاندې کړ، نو په لومړي سر کې ورسره د واکمن ګوند ځیني منحرف شوي غړي یو ځای شول. تر هغې وروسته د بلوچستان عوامي ګوند او د متحده قومي مومنټ استازو هم له اپوزیسیون سره په ائتلاف کې شامل شول. په دې ډول په قومي اسمبلۍ یا ولسي جرګه کې د عمران خان ګوند سره په واک کې د پاتیدو له پاره د اړینو څوکیو شمیر هم راکم شوی.

Afghanistan Kabul | Ashraf Ghani  und Pakistan Premierminister  Imran Khan
عمران خان په ۲۰۲۰م کال کې کابل ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کېانځور: Afghan Presidential Palace/REUTERS

له بل اړخه عمران خان د ده پر وړاندې د بې باورۍ تحریک کې د اپوزیسیون ګوندونو یو ځای کیدل نړیواله توطیه بولي.

«بهرنۍ توطیه»

د مارچ پر ۲۷مه نېټه په اسلام آباد کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال عمران خان ادعا وکړه چې د ده د حکومت د ختمولو له پاره یوه بهرني هیواد فشار راوړی. د دغه شکمنې توطیې په یادولو سره هغه وویل چې په دې اړه یو کتبي ثبوت هم لري. د پنجشنبې په ورځ د دغه لیک په تړاو د ملي امنیت په کمېټه هم پرې خبرې وشوې.

شمشیر حیدر