1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: عمران خان ته د باور يا بې باورۍ د رايو بهير پيل شوی

۱۴۰۱ فروردین ۸, دوشنبه

د پاکستان په پارلمان کې عمران خان ته د باور يا بې باورۍ د رايې بهیر پيل شوی دی. په دې اړه به په پارلمان کې بحث د پنجشنبې په ورځ ترسره شي. د دې تحريک د ناکامۍ او يا کاميابۍ په صورت کې به څه کيږي؟

https://p.dw.com/p/498ev
BG Regierungssitze | Islamabad
انځور: imago/Xinhua

په پارلمان کې به د اپوزيسيون له خوا صدراعظم عمران خان ته د باور يا بې باورۍ پر دې تحريک بحث د پنجشنبې په ورځ پېل شي او تر هغه وروسته به په اوو ورځو کې پرې رایې اچونه ترسره شي.

د پاکستان د اپوزيسيون مشر شهباز شريف په پارلمان کې د دغه بهير د پيلولو پر وخت په خپله وينا کې وويل: «صدراعظم به په پارلمان کې د باور د لاسه ورکولو وروسته له خپلې دندې لاس پر سر شي.»

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د اقتصادي بحران وروسته چې د عمران خان حکومت پکې ګرم بلل کیږي، د اپوزيسیون له خوا تر سخت انتقاد لاندې ونيول شو.

۶۹ کلن عمران دمګړۍ په پارلمان کې د خپلو ډېرو متحدينو او حتی ګوندي غړيو ملاتړ له لاسه ورکړی دی. په داسې حال کې چې اپوزيسيون پر نوموړي د استعفاء د ورکړې غږ کوي نوموړي هوډ څرګند کړی دی چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

دمګړۍ د عمران خان په واک کې د پاتیدو له پاره د پاکستان د پارلمان د ټولو ۳۴۲ غړيو څخه د ۱۷۲ غړيو ملاتړ ته اړتيا لري. خو په دې وروستيو کې د نوموړي يو شمير متحدينو او ګوند غړيو د هغه څخه د ملاتړ نه کولو اعلان کړی دی.

په اصل کې د باور د رايې اچونې له پاره په لومړي سر کې د مارچ ۲۵ نېټه په نظر کې نيول شوې وه، خو دغه پارلمان غونډه د يوه استازي تر مړينې وروسته تر دوشنبې ورځې وځنډول شوه.

کومې سناريوګانې شتون لري؟

که چېرې د صدراعظم عمران پر وړاندې د باور يا بې باورۍ د رايو دا تحريک کامياب شي نو لومړی انتخاب به دا وي چې د پاکستان تحريک انصاف يعني د عمران خان له ګوند څخه به يو بل تن د صدراعظم په توګه غوره شي او دا حکومت خپل پنځه کلنه دوره سره ته ورسوي.

بل امکان دا شته چې په راتلونکو څو اوونيو کې به د پاکستان د اپوزيسيون ګوندونه يو شريک حکومت جوړوي چې د مشر پر سر یې هم په پراخه کچه هوکړه موجود ده او په پام کې ده چې د مسلم ليک «ن» څخه شهباز شريف چې د اپوزيسيون مشر دی، د لومړي وزير په توګه غوره شي او په راتلونکي کال کې تر ټاکنو پورې حکومتي چارې پر مخ يوسي.

دريمه سناريو داده چې نوی صدراعظم ټولې ولسي جرګې يعني په اسلام آباد کې قومي اسمبلي او په ايالتونو کې ولسي جرګې منحل کړي او نوې ټاکنې اعلان کړي او يو انتقالي حکومت رامنځته کړل شي.

خو د څارونکو په حواله عمران خان په پارلمان کې اکثريت له لاسه ورکړی دی او نه دا چې په حکومتي ائتلاف کې شامل ګوندونه لکه د متحده قومي موومنت ګوند، پاکستان مسلم ليک «ق» ډله او جمهوري وطن ګوند پکې شامل دی، د عمران خان له ملاتړه لاس اخيستی دی، بلکې د نوموړي د خپل ګوند کابو ۳۰ تنو غړيو هم د هغه له ملاتړ لاس پر سر شوي دي.

Pakistan - Imran Khan ist der neue Ministerpräsident
انځور: picture-alliance/Photoshot

د ژورناليست او سياسي چارو شنوونکي شميم شاهد په حواله که چېرې په پارلمان کې رايې اچونه ترسره شي نو د دې تحريک د کاميابۍ چانس ډېر دی. نوموړی زياتوي: «د عمران خان له پاره به ډېره مشکله وي چې خپل وخت پوره کړي. عمران خان او د ګوند ملګري یې هڅه کوي چې په يوې لارې خپل وخت پوره کړي څو دا چې د ګوند ډېر غړي یې خفه دي نو داسې ښکاري دا څه به ونه شي.»

خو د شنونکو په حواله د باور رايو په اخيستو به هم عمران خان له مشکل څخه را نه ووځي. د عمران خان حکومت دمګړۍ د سختو مشکلاتو سره مخامخ دی.

د جيو نیوز تلویزيوني شبکې په حواله دمګړۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند نور متحدين هم له دغه ګوند څخه بېل شوي دي او ښايي د باور د رایې پر وخت د بحث پر وخت د اپوزیسيون د رایو شمير ۱۶۸ ته ورسيږي.

عمران خان بهرنۍ کړۍ ملامتوي

د يکشنې په ورځ د عمران په پلوۍ په اسلام آباد کې یوه ستره غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې چې ويل کيږي چې په زرو کسانو پکې ګډون کړی وو، زياتره ګډونوال یې د خیبر پښتونخوا ايالت څخه ورغلي ځوانان ول.

همدا راز د غونډې نور ګډونوال د پنجاب، سند، ګلګت بلستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير څخه وو.

عمران خان دغه غونډې ته وينا پر وخت چې د پخوانيو واکمنانان د کړنو له کبله پاکستان ګواښل کيږي او د داسې خلکو له وجې د هېواد حکومتونه بدليږي.

نوموړي خپله بهرنۍ تګلاره د پخواني لومړي وزير ذولفقار علي بوټو د تګلارې سره مقايسه کړه او ویې ويل چې دی له بوټو سره د نظر اختلاف لرلی شي خو هغه هم يو خود دار مشر وو او کله یې چې يوه آزاده بهرنۍ تګلاره اعلان کړه نو پر ضد یې د بې باورۍ خوځښت پرلاره واچول شو. د نوموړي په خبره داسې حالات رامنځته شول چې هغه وپرځول شو او اعدام کړل شو.

عمران وويل چې د ده له پاره همدا ډول وضعيت رامنځته کړل شوی دی او د هېواد د بهرني سیاست پر تګلاره د اغیز هڅې کيږي. هغه وايي چې هڅه کیږي د بهرنيو پېسو پر مټ د پاکستان حکومت تبدیل کړل شي.

عمران د لويديځ او امريکا د نوم اخيستو پرته وويل چې هغه له ټولو سره دوستي غواړي خو د پاکستانيانو غلامي نه قبولوي.