1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهندوستان

هندي کشمیر کې په لسونو هندو زیارت کونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۳ خرداد ۲۱, دوشنبه

د هند تر کنټرول لاندې کشمير په جمو کې د هندو زیارت کونکو پر بس ډوله موټر باندې د مشکوکو وسلوالو تر ډزو وروسته، بس یو ژور کړنګ ته لوېدلې چې د چارواکو په خبره پکې لږ تر لږه ۹ زیارت کونکي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4grPu
جمو: ګړنګ ته د بس غورځېدو پېښه کې هندو زیارت کونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
جمو: ګړنګ ته د بس غورځېدو پېښه کې هندو زیارت کونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتېانځور: Channi Anand/AP Photo/picture alliance

 

د اسوشتيد پریس خبري اژانس د هندوستان د لوړ پوړي حکومتي چارواکي، ویشیش مهاجن له قوله خبر ورکړی چې دغه بس د یکشنبې په ورځ (د جون ۹مه) زیارت کونکي د مشهور هندي زیارت، ماتا ويشنو ديوي، د زیارت کمپ ته لېږدول چې د کشمیر په ریاسي ضلع کې پرې د وسلوالو له لوري بريد وشو.

د پولیسو یو افسر چې د نوم له ښودلو ېې ډډه کړې، وويل چې د پېښې ېو شمېر قربانیانو د مرمیو ټپونه درلودل. هغه د حملې پړه پر اسلامپاله اورپکو واچوله کوم چې په کشمیر کې د هند د حکومت پر ضد جنګيږي. په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۳ تنه نور ټپيان شوي هم دي. تر اوسه پورې د دغه برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ياغیان، له ۱۹۸۹ کال راهيسې د کشمير د آزادۍ او یا پاکستان سره د دغې سېمې د الحاق له پاره جنګیږي. د کشمیر زیاتره مسلمانان د دغو یاغیانو د هغه هدف ملاتړ کوي چې غواړي دغه سیمه یا د پاکستان تر ادارې لاندې یو موټي کړي او یا یې یو خپلواک هیواد کړي.

نوی ډيلی ټينګار کوي چې په کشمیر کې د ترهګرۍ ملاتړ پاکستان کوي، خو پاکستان بیا دغه ادعاوې ردوي.

په دغه سیمه کې د کلونو وسله والو شخړو په ترڅ کې په لسونو زره ملکيان، یاغیان او حکومتي ځواکونه وژل شوي دي.

دوه اټمي رقیبان، هند او پاکستان، هر یو د کشمېر ځینې برخې اداره کوي، خو دواړه ګاونډي هیوادونه ېې د بشپړ مالکیت ادعا کوي.

  (AP)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب