1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلوچستان: په ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ تنه مړه شوي

۱۴۰۳ خرداد ۹, چهارشنبه

د پاکستان د بلوچستان ایالت د ېوې غرنۍ لوېې لارې په اوږدو کې يو مسافر وړونکی بس ګړنګ ته غورځېدلې او لږ تر لږه ۲۷ مساپر مړه شوي. د پېښې لامل د ګرمې هوا له کبله د بس موټر د ټایر چاودنه ښودل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4gOyh
د آرشیف انځور - پاکستاني چارواکي وايي د چهارشبنې ورځې (د ۲۰۲۲م کال د می ۲۹مه) ترافيکي پېښه کې ۲۷ تنه مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي
د آرشیف انځور - پاکستاني چارواکي وايي د چهارشبنې ورځې (د ۲۰۲۲م کال د می ۲۹مه) ترافيکي پېښه کې ۲۷ تنه مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي ديانځور: Emergency Service Rescue 112/AP Photo/picture alliance

پاکستاني پولیسو او دولتي چارواکو دغه ترافيکي پېښه تائېد کړې او وېلي ېې دي پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار وختي شوې ده. د وژل شوو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په سیمه کې يوه چارواکي عصمت الله، وويل چې په پېښه کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ټپیان شوي هم دي چې د کويټې ښار روغتون ته رسول شوي چې د ځينو روغتيايي وضعیت نازک دی.

د ځايي پولیسو یو افسر، اصغر علي، وويل چې دغه مساپروړونکی بس له تربت ښار څخه روان شوی وو چې په واشک سيمه کې د پېښې ښکار شو. تربت د پاکستان د بلوچستان ایالت تر مرکز کوېټې وروسته دوهم لوی ښار دی.

ځايي رسنیو د پېښې انځورونه خپاره کړي چې په کې ګړنګ ته غورځېدلی تخریب شوی بس ليدل کیږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي، پر پېښه خفګان ښودلی دی. په پاکستان کې ترافيکي پېښې معمول دي، په ځانګړې توګه پر خرابو او ناهوارو سړکونو چې لامل ېې تر ډېره د ترافيکي قوانینو نه رعایت ښودل کيږي.

د روانې مياشتې په سر کې هم په یوه ورته ترافيکی پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي ول.

mks/bs (AP,dpa)

په پاکستان کې د وروستۍ  ګرمې څپې پر موضوع یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل