1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هند: د بېلابېلو توکمونو ترمنځ نښتو کې ۵۰ تنه وژل شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د هند د شمال ختيځ غرنيو سيمو کې د بېلابېلو توکميزو ډلو ترمنځ په تاوتريخجنو نښتو کې له ۵۰ زيات کسان وژل شوي. تر دې پیښې وروسته یادې سيمې ته په زرونو عسکر هم رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4R0Ek
Indien I Proteste in Manipur
انځور: STRINGER/REUTERS

د هندوستان د مانيپور آيالت په ايمفال ښار او د چوراچاندپور په ولسوالۍ کې روغتونونو د ۵۴ وژل شوو کسانو څخه خبر ورکړی دی. دغه خبره ځايي رسنيو د شنبې په ورځ کړې ده. د چهارشنبې په ورځ د يوې توکميزې ډلې د لاريون پرمهال د ترينګلتيا له کبله په زرونو عسکر مانيپور ته استول شوي ول.

تر دې پیښې وروسته ځايي چارواکو پر انترنت بنديز ولګاوه او په »افراطي حالاتو« کې يې عسکرو ته د ډزو کولو جواز ورکړ. د جمعې په ماښام د تاوتريخوالي په بيا زياتېدو سره وضعيت د شنبې په ورځ هم ترینګلی پاتې دی.هندي پولیسو سیک بېلتون غوښتونکی امریتپال سینګ ونیوه

د احتجاجونو تر شا د مېتای توکم هغه غوښتنه ده چې هڅه کوي د حکومت له خوا د يوه »حفاظت شوي قوم« په حيث رسميت ترلاسه کړي. د هند قانون د دغه ډول قومونو له پاره د حکومتي دندو او پوهنتون ته د لارې موندنې په برخه کې ځانګړې ونډې او شاخصونه په نظر کې نيولي دي څو يې د جوړښتيز توپير مخه نيولې وي. مانيپور د هند په شمال ختيځ کې د ميانمار پولې ته څېرمه پروت دی. 

هند: د جومات پر سر شخړې ترنګلتياوې زياتې کړي

اې. اف. پي / ن.ص / خ.ح