1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادهندوستان

هندوستان نړۍ ته د وریجو د صادرولو تازه بیه ټاکلې ده

۱۴۰۲ شهریور ۵, یکشنبه

د هند حکومت ویلي چې حکومت د باسمتي وریجو د صادراتو له پاره د في ټن بیه ۱۲۰۰ امریکايي ډالر ټاکلې او دا چې له بیې ټیټ صادرات یې بند کړي دي. هند په نړۍ کې د وریژو یو له تر ټولو ستر صادروونکی هیواد دی.

https://p.dw.com/p/4VcSp
Indien Ernte in Kaschmir
انځور: imago images/NurPhoto

د هند حکومت له څو مودې راهیسې د وریژو پر صادراتو تر بندیز وروسته اوس د هر ټن وریژو لږترلږه صادراتي نرخ ۱۲۰۰ امریکايي ډالر ټاکلی دی.

د سویلي آسیا دغه هیواد د جولای په میاشت کې د غیر باسمتي سپینو وریجو په صادراتو بندیز وضع کړی وو او د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اگست ۲۵نېټه) یې د وریجو په صادراتو باندې ۲۰ فیصده محصول وضع کړ. د هندوستان حکومت هڅه کوي څو د راتلونکو ټاکنو څخه وړاندې په ټول هیواد کې د وریجو بیې کنترول کړي.

هند د باسمتي وریژو له پاره تازه ۱۲۰۰ امریکايي ډالر في ټن بیه ټاکلې ده.
هند د باسمتي وریژو له پاره تازه ۱۲۰۰ امریکايي ډالر في ټن بیه ټاکلې ده. انځور: ILNA

حکومت په یوه بیان کې ویلي، له بندیز وروسته ځینو سوداګرو غیر باسمتي سپیني وریجي د باسمتي په نامه صادرې کړي دي. د چارواکو په خبره د وریژو له پاره د بیې ټاکل به مرسته وکړي څو تر دې وروسته غیر باسمتي وریجي د باسمتي وریجو په نامه صادرې نه شي.

هند او پاکستان په خاصه توګه پریمیم، خوشبوی باسمتی وریجی کري. هند په کلني ډول شاوخوا ۴ میلیونه مټریک ټنه بسمتی وریجی د ایران، عراق، یمن، سعودی عربستان، متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو په څیر هیوادونو ته صادروي.