1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند لخوا پر صادراتو محدوديتونو د وریجو بیه لوړه کړې ده

۱۴۰۲ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د وریجو بیه د لسو کالو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې؛ ځکه هند د سپینو وریجو صادرات بند کړي او د اسیا نامنظمه هوا د وریجو کروندې زیانمنې کړي.

https://p.dw.com/p/4UwmN
Indien Global Ideas Webspecial | Bihar
انځور: Catherine Davison/DW

په وروستۍ لسیزه کې د وریجو بیه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ځکه چې هندوستان خپل صادرات محدود کړي دي. د دې ترڅنگ ناسمه هوا د وریجو کروندو ته هم زیانونه رسولي دي. داسې ښکاري چې د خوراکي توکو ناامني په ډېریو هغو هېوادونو کې مخ پر ډېرېدو ده چې وریجې د اصلي خوراک په توګه کاروي. دا په داسې حال کې ده چې هند تېره میاشت د سپینو وریجو پر صادراتو بندیز ولګاوه.


په وروستیو میاشتو کې د وریجو بیې په سرعت سره جګې شوې چې عمده تولیدونکو خپل تجارت او بازار ته د توکو وړاندې کول راکم کړل. دا پرېکړه کولای شي په ټوله نړۍ کې ملیونونه مصرف کونکي اغیزمن کړي. آسیایي او افریقایي هیوادونه به ښايي تر ټولو ډیر اغېزمن شي.
تایلند چې په نړۍ کې د وریجو دوهم لوی صادرونکی هېواد دی، له خپلو کروندګرو یې غوښتي ترڅو د اوبه د سپما د هڅو له امله د وریجو کښت کم کړي.
د تایلند د اوبو د ملي زېرمو یا «ONWR» مشر سوراسري کایتي مونتون په یوې بیانیې کې چې د جولای په ۳۱ مه د د دغه هيواد د اوبو د ملي ادارې لخوا نشر شوې، ویلي: « په ټوله کې اورښتونه له نورمال حد څخه ۴۰ سلنه کم شوي چې د اوبو د کموالي لوړ ګواښ ښیي.» کیتي مونتون بزګران هڅوي چې هغه محصولات وکري چې کمو اوبو ته اړتیا لري او ژر حاصل ورکوي.


هند چې په نړۍ کې د وریجو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی، تیره میاشت د غیر باسمتی سپینو وریجو په صادراتو بندیز ولګاوه  او دا هېواد اعلان وکړ چې موخه یې په هېواد کې دننه د وریجو د نرخونو ټیټول او محصولاتو ته د داخلي لاسرسي تضمین دی. 

د وریجو بازار له یو ناڅرګند وضعیت سره مخ دی

عرب متحده امارات چې د هندي وریجو لوی واردوونکي او صادرونکي دي له دې بندیزونو وروسته نورو هیوادونو ته د خپلو وریجو پلور محدود کړی دی.
رویټرز د اګست په لومړۍ نیټه راپور ورکړ چې تایلندي او ویتنامي صادرونکو په اګسټ میاشت کې د شاوخوا نیم ملیون ټنو وریجو محمولې د خرڅلاو قراردادونو د بیا ځل مذاکرې له امله تر فشار لاندې راوستل شوي او دوی عکس العمل ښودلی دی. وروستي بدلونونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د نړۍ د خوراکي توکو بازارونه د تور سمندر له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو له قراردادونه څخه د روسیې هېواد د وتلو له پایلې سره مخ دي.

Archivbild I Indien I Protest von Bauern und Farmern
انځور: Manish Swarup/AP


روسیه همدارنګه خپل نظامي بریدونه د اوکراین پر بندرونو او د غلو پر تاسیساتو زیات کړي دي. دا موضوع ځیني اندېښنې راپارولي چې د وریجو د سوداګرۍ نړیوال خنډ ممکنه ده د ډېرو هېوادونو د خوراک خوندیتوب اغېزمن کړي. په ورته وخت کې د خوراک خوندیتوب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډو کې تر غور لاندې نیول شوی.

ولي د وریجو بیې مخ پر لوړېدو دي؟

د وريجو بيه په تېره يوه لسيزه کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او له تېرې جون میاشتي راهيسې په ۱۴ سلنه لوړه شوې ده. دا په عمده توګه د تودوخې، وچې هوا او نامنظم بارانونو له امله ده چې په ټوله آسیا کې د وریجو تولید ته زیان رسولی. د بېلګې په توګه تیره میاشت په شمالي هند کې سخت بارانونو او سیلابونو د وریجو ډیری کروندې ویجاړې کړې. د روان کال په جولای میاشت کې په هند کې د ځمکې ښویدنې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سربېره پر دې د سري او تیلو لوړ نرخونه د وریجو د تولید بیه لوړوي.
په اوکراین کې دوامدارې جګړې او د غلو د تړون پای د غنمو او جوارو نړیوال بازار هم محدود کړی چې د اصلي بدیل په توګه د وریجو تقاضا زیاتوي. ملګرو ملتونو هم د غلو د تړون له پای ته رسیدو سره د لوږې د زیاتیدو خبرداری ورکړی.
د النینو په نوم د موسمي پدیدې بیرته راتګ هم دا اندیښنې زیاتې کړي چې ښايي په حاصلاتو منفي اغیز وکړي او په راتلونکي کې د غلو دانو د بیو د لوړیدو لامل کېږي. د یو محصول په توګه چې ډیری اوبو ته اړتیا لري، وریجې په ځانګړې توګه د النینو شرایطو کې زیان منونکي دي ځکه چې دا پدیده په آسیا کې د دې محصول په کلیدي تولیدي سیمو کې د باران د کمښت لامل کیږي.