1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هندوستان

هند: د مذهبي مراسمو په ګڼه ګوڼه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي

۱۴۰۳ تیر ۱۳, چهارشنبه

د هند په اترپردیش ایالت کې د هاتهرس ولسوالۍ چارواکو د «ست سنګ» په نوم مذهبي اجتماع یا مراسمو پر مهال وارخطايي رامنځته کیدو پيښه کې د ۱۲۱ کسانو مړينه تائیده کړې ده. د قربانیانو د شمیر د لا ډیریدو انديښنه موجوده ده.

https://p.dw.com/p/4hnmd
Indien I Tote nach Massenpanik in Hathras
هندي چارواکو د «ست سنګ» مذهبي مراسمو پر مهال د ۱۲۱ کسانو مړينه تائیده کړې ده. انځور: Manoj Aligadi/AP/dpa/picture alliance

هند د اترپردیش ایالت د هاتهرس ولسوالۍ چارواکو د سه شنبې په ماښام د یوه تش په نامه هندو بابا په مذهبي اجتماع کې د وارخطايي رامنځته کیدو په پایله کې تر اوسه پورې د ۱۲۱ کسانو مړينه تائیده کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې لسګونه نور کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي چې د ډیرو روغتیایي وضعیت یي د انديښنې وړ بلل شوی دی.

په وژل شوو کې اکثره یې ښځې دي چې شمیر یې نږدې ۱۰۰ کسه ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې د څو ماشومانو په ګډو تر لسو ډېر نارينه هم مړه شوي دي.

یوه سیمه ایز روغتیايي چارواکي امیش ترپاټهي وویل: «اوس هم ډېر ټپیان تر درملنې لاندې دي او په وژل شوو کې اکثریت یې ښځې دي. د دې اساسي علت د یوه مذهبي محفل په ګڼه ګوڼه کې د وارخطايي رامنځته کیدو پيښه وه.»

تر پیښې سمدستي وروسته څو تنه لوړپوړي پولیس چارواکي سیمې ته ورسیدل او د وضعیت ارزونه یې وکړه.

پيښه ولې او څنګه رامنځته شوه؟

د هند په ډېرو سیمو کې داسې کسان شته چې ځانونه مذهبي باباګان بولي او د روحاني طاقت درلودلو ترڅنګ، د ناروغیو د علاج او د ژوند د هر ډول ستونزو د حلولو د خدماتو وړاندې کولو ادعا کوي.

Indien I Tote nach Massenpanik in Hathras
پولیس هڅه کوي خلک د وارخطایئ له حالت څخه راوباسيانځور: Pawan Sharma/AFP/Getty Images

همداسې یو بهګوان بهولی بابا چې په نارائن هیري، مشهور دی، د خپلو پیروانانو له پاره د «ست سنګ» په نوم مراسم جوړ کړي وو او د دې مذهبي مراسمو د ختمیدو پر مهال دغه پيښه رامنځته شوه.

ویل کیږي چې د دې بابا اصلي نوم سورج پال دی چې اوس تښتیدلی دی او پولیس یې په لټه کې دی.

په دغو مراسمو کې له ګنجایش ډیر تقریباً ۲۰۰ زره کسان موجود ول. د بابا په هکله دا خبره مشهوره ده چې د پښو یا قدمو خاورې یې تر ټولو د ډیر برکت لرونکې نذرانه ده او د پروګرام د ختمیدو پر مهال یې عقیده لرونکي کسان د تبرک له پاره د ترلاسه کولو کوښښ کوي.

د سه شنبې په شپه هم همداسې وشول او څنګه چې د ست سنګ مذهبي مراسم پای ته ورسیدل، خلکو د بابا نارائن هري د پښو مچې کولو له پاره د هغه د موټر پسې منډې وهل پیل کړل. ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وه او وارخطایي رامنځته شوه.

د اترپردیش ایالت یوه لوړپوړي اداري چارواکي منوج کمار سنګ، د هند خبري آژانس ته وویل چې منتظمینو د «ست سنګ» په مراسمو کې د ۸۰ زره ګډون کونکو اجازه اخیستې وه، په داسې حال کې چې د ځینو رپوټونو په حواله د ګډون کوونکو شمیر نږدې ۲۵۰ زرو ته رسیدلی وو.

د پیښې د اصلي علت معلومولو له پاره یوه څیړنیزه کمیټه جوړه شوې ده او په دې اړه تحقیقات جریان لري. په هند کې د ګڼې ګوڼې پر مهال د وارخطايي رامنځته کیدل کومه نوې خبره نه ده او هر کال په دا ډول پيښو کې ډېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د نړۍ تر ټولو ستره مذهبي مېله پيل شوه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب