1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د بابرې جومات د لانجې د حل له پاره یوه کمیټه ټاکلې شوې ده

۱۳۹۷ اسفند ۱۸, شنبه

یوې درې کسیزې کمیټې ته دنده سپارل شوې چې د هندوستان په «ایودهیا» ښار کې د بابرې مسجد شخړیزې مسئلې ته چې د مسلمانانو او هندوانو دواړو له پاره ورته مذهبي ارزښت لري، یوه سوله ایزه حل لاره پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/3Ehpq
Indien Hindu-Nationalisten fordern den Bau eines Tempels
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain

په نوي ډهلي کې سترې محکمې یوې درې کسیزې کمیټې ته څلور اونۍ وخت ورکړی دی چې د بابري مسجد پر سر د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د یوې اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې ته پایداره د حل لاره ولټوي. هندوان د دغه هیواد په «ایودهیا» ښار کې په هغه ځای کې چې یو وخت د مسلمانانو جومات وو، د معبد د جوړولو غوښتنه کوي. دغه جومات په ۱۹۹۲ م کال کې د بنسټپاله هندوانو له خوا ویجاړ کړای شوی وو، ځکه هندوان عقيده لري چې دا د دوی د معبود «رام» د زیږیدو ځای دی. له هغه وخت راهیسې په محکمو او سړکونو کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ شخړې روانې دي.

حتی په دسمبر میاشت کې لا دوی د مظاهرو په وسیله د ډهلي پر حکومت فشار اچولی وو. د «خدای پوځ» په نامه د هندو سازمان مشر بریج بوهشان سایني، خبردارې ورکړی وو چې که محکمه د دوی په ګټه پریکړه ونه کړي، نو یو وار بیا به د تاوتریخوالي لړۍ دوام پيدا کړي.

«مونږ غواړو حکومت او سترې محکمې ته واضح کړو، چې باید د عامه خلکو علاقمندي په نظر کې ونیسي. په بل صورت کې به خلک دې ته مجبوره شي چې قانون په خپل لاس کې ونیسي چې مسئولیت به یي د حکومت او سترې محکمې په غاړه وي.»

په ۱۹۹۲م کال کې د هندوستان هیواد په «ایودهیا» ښار کې د بابري جومات ړنګولو په دغه هیواد کې په پراخه پيمانه د تاوتریخوالي لړۍ پيلیدو ته لمن ووهله چې په پایله کې تر ۲۰۰۰ ډیر انسانان ووژل شول. بابري جماعت د مغل واکمنانو په وخت کي په ۱۶مه مېلادي پېړۍ کي جوړ کړل شوی و. خو هندوان وايي چي داسي شواهد لري چي د مسجد د جوړېدو له مخي پر دغه ځای د هندوانو يو درمسال ولاړ و.
د محکمې له خوا په ټاکل سوې درې کسیزه کمیټه کي دوه تجربه لرونکي قاضیان او د «ژوند بنسټ» په نوم سازمان مذهبي مشر شري شري راوي شنکر، شامل دي. تر اوسه پورې دا لا نه ده معلومه چې آیا دغه کمیټه به وتوانیږي داسې یوې حل لارې ته لاسرسۍ پيدا کړي چې د ټولو ښکیلو اړخونو له پاره د منلو وړ وي او که نه؟

Indien Hindu-Nationalisten fordern den Bau eines Tempels
بابري جومات په ۱۹۹۲ م کال کې د بنسټپاله هندوانو له خوا ویجاړ کړای شوی وو. انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain

مخکې تر دې په دې اړه ټولې تحقیقاتي هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. په دې اړه په وروستي ځل په ۲۰۱۷ م کال کې هم څیړنې او مذاکرات ترسره شوې وو چې شري شري راوي شنکر، هم په دغو خبرو اترو کې ونډه درلوده.

اوس په «ایودهیا» کې د مسلمانانو او هندانو ترمنځ شخړه، د ټاکنیزو مبارزاتو پر موضوع بدله شوې ده. ټاکل شوې ده چې د می په میاشت کې به د ټول هیواد په کچه پارلماني ټاکنې ترسره شي. د دغو ټاکنو دقیقه نیټه تر اوسه پورې مشخصه شوې نه ده.

په ۲۰۱۴م کال کې هم د پارلماني انتخاباتو په درشل کې د اوتر پردیش په ایالت کې چیرې چې د «ایودهیا» ښار موقعیت لري، د تاوتریخوالي په ډکو نښتو کې لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.