هندي پولیسو سیک بېلتون غوښتونکی امریتپال سینګ ونیوه
۱۴۰۲ اردیبهشت ۳, یکشنبهد هندوستان په شمال غربي ایالت پنجاب کې چې اکثریت اوسېدونکي ېې سیکهان دي، د واعظ یا مبلغ، امریتپال سینګ ظهور، یو ځل بیا د یو خپلواک سیک هېواد د ایجاد بحث رامنځ ته کړی چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰م کلونو تاوتریخوالو ته د بیا ورګرځېدو بېره ېې تازه کړې چې د یاغي توبونو په جریان کې ېې په لسونو زره کسان ووژل شول.
د رويټرز په حواله، د پنجاب ایالت د پولیسو لوړ رتبه افسر، سوکهچئن سینک ګيل، خبریالانو ته وويل: «امریتپال سینګ د استخباراتي معلوماتو پراساس د پنجاب د موګا ولسوالۍ په روډ کلي کې ونیول شو.»
د هندوستان په اړه نور ولولئ:هند: وسلوالو د تلویزون په ژوندۍ خپرونه کې یو سیاستوال او ورور یې وژلي
ګيل زیاته کړه چې سینګ د سیکهانو په یوه معبد کې د هندوستان د هغه قانون پر اساس ونیول شو چې اجازه ورکوي د هیواد ملي امنیت ته ګواښ کوونکي افراد تر یو کال پورې له کوم تور پرته ونيسي.
۳۰ کلن سینګ چې د «وارث پنجاب دي» یا د پنجاب د وارثانو په نوم د ېوې ډلې مشري کوي، نېونه ېې وروسته له هغې کيږې چې دغه د خپل سبک مبلغ او په سلونو پلویانو ېې د وسلو او تورو سره د پولیسو پر یو مرکز هجوم يووړ او د سینګ د یوه مرستندوی د آزادولو غوښتنه ېې کوله.
د هندوستان په اړه نور ولولئ:د هند یوه مندر کې د ټېل ماټېل له امله د مړو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی
پولیسو امریتپال سینګ او د هغه پلویان قتل، د قانون اجرا د مخنيوی او نورو هڅو تورنوي او زیاتوي چې هغه د مارچ میاشتې له نیمايي څخه په تېښته کې وو.
د پولیسو دغه چارواکي زیاته کړه چې امریتپال سینګ به د اسام ایالت ډبروگړھ ته ولیږدول شي چېرته چې د هغه یو شمېر همکاران له مخې بندیان شوي دي.
یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: