1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

هغه پنځه هیوادونه چي تر ټولو ډیر په کرونا اخته کسان لري

۱۳۹۹ تیر ۲۷, جمعه

په امريکا کي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي تر ۷۷ زره زيات کسان په کرونا اخته سوي دي. په ټوله نړۍ د اخته کسانو شمیر۴ میلیونو ته رسیدلی دی. په نړۍ کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۵۹۰ زره کسان ترې مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/3fUSE
USA Coronavirus Ausbruch in Disney World
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Raoux

د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخي، امریکا متحده ایالات په کرونا ویروس باندي د څه د پاسه ۳ میلیون او ۷۰۰ زرو اخته کسانو په لرلو سره، په نړۍ کي لومړی ځای لري. یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي په دغه هیواد کي تر ۷۷ زره او ۳۰۰ اضافه تازه پیښي ثبت سوي دي. څه د پاسه ۱۴۱زره امریکايان په کرونا باندي تر اخته کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی. په امریکا متحده ایالاتو کي د بیرته روغو سوو کسانو شمیر یو میلیون او ۷۰۰ زره ته رسیږي.

رسمي ارقام ښيي چي په برازیل کي څه د پاسه ۲ میلیونه انسانان په کووید ۱۹ ناروغي اخته سوي دي. د کرونا ویروس له پراخیدو راهیسي تر اوسه پوري ۷۷ زره برازیلیان قرباني سوي او څه ناڅه یو میلیون و ۴۰۰ زره کسان بیرته روغ سوي دي. ارزوني ښيي چي د اخته کسانو شمیرې اوه برابره تر هغه لوړی دی چي تر اوسه پوري په رسمي ډول ثبت سوي دي.

په هند کي بیا د کرونا پراخیدل په چټکۍ سره پر مخ ځي. په دغه هیواد کي د اخته کسانو شمیر تر یو میلیون زیات سوي او په نړۍ کي دریم ځای لري. تر اوسه پوري څه د پاسه ۶۳۶ زره ناروغ کسان بیرته روغ سوي دي. په دغه هیواد کي د مړه سوو کسانو شمیر ۲۵ زره ۶۲۲ تنو ته رسیږي.

په روسیه کي په کووید ۱۹ناروغۍ باندي د اخته کسانو شمیر ۷۶۰ زرو ته رسیدلی او د هغو کسانو شمیر چي بیرته جوړ سوي شاوخوا ۷۴۰ زرو ته رسیږي. په دغه هیواد کي د قربانیانو شمیر ۱۲ زره او ۱۲۳ ته رسیدلی.

تر برازیل وروسته د جنوبي امریکا بل هیولاد پیرو د کووید ۱۹ ناروغانو په درلودلو کي مخکی سوی او په نړۍ کي یې پنځم ځای خپل کړی. په دغه هیواد کي د کرونا په ویروس باندي د اخته کسانو شمیر څه د پاسه ۳۴۱ زرو تنو ته رسیدلی دی. تر اوسه پوري نژدې ۲۳۱ زره ناروغان بیرته روغ سوي او څه د پاسه ۱۲ زره ۶۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.