1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آر ایس ایف: دوه پر درې افغان خبریالانو دندې له لاسه ورکړي

۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبه

د بې پولې خبریالانو بنسټ یا آر ایس ایف ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ موده کې دوه پر درې خبریالانو دندې له لاسه ورکړي او په دې موده کې ډېرې ښځینه خبریالانو اغېزمنې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4V5gl
Afghanistan Taliban Medien Banafsha Binesh
انځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په درشل کې د بې پولې خبریالانو بنسټ یا آر ایس ایف د افغان رسنیو په اړه یوه تازه رپوټ کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د مطبوعاتو ازادي زیانمنه شوې،  رسنیو بڼه یو مخ بدله شوه او د دغې ډلې د واک په لومړیو درېو میاشتو کې ۴۳ سلنه رسنۍ په بشپړ ډول له صحنې ورکې شوې.

رپوټ کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په لومړیو کې د ۲۴۹۰ مېرمنو په ګډون شاوخوا ۱۲ زره کسانو رسنیزې چارې مخته وړلې؛ خو د ۲۰۲۱ کال تر ډیسمبره د ۴۱۰ مېرمنو په ګډون یوازې ۴۳۶۰ کسان پر خپلو دندو پاتې وو.

دغې رپوټ کې هغې وروستي مورد ته هم اشاره شوې، چې د روان کال اګست میاشت لومړیو کې طالبانو په ختیځ ننګرهار ولایت کې طالبانو د همېشه بهار راډیو ټلوېزیون وتاړه.

آر ایس ایف د افغانستان د ازادو خبریالانو د بنسټ په حواله لیکلي، چې افغانستان کې د ۵۴۷ رسنیو له ډلې چې په ۲۰۲۱ کال کې فعالې وې، نیمايي لادرکه شوي دي. همدا راز، له ۱۵۰ ټلوېزیوني شبکو ۷۰ او له ۳۰۷ رادیوګانو یوازې ۱۷۰ خپرونې لري.

رپوټ کې دغه راز راغلي، چې افغانستان کې له ۳۱ خبري اژانسونو څخه یوازې ۱۸ پاتې دي.

افغان خبریاله په راډیويي سټوډیو کې
افغان خبریاله په راډیويي سټوډیو کېانځور: Mohammad Jan Aria/Imago Images

په دغه رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو په تېره دوه کلنه واکمنۍ کې تر ټولو ډېرې افغانې خبریالانې اغېزمنې شوي او له ۸۴ سلنه ډېرو ښځینه رسنوالو دندې له لاسه ورکړي.

د بې پولې خبریالانو دغه رپوټ کې هغو بندیزونو او د طالبانو چلند ته هم کتنه شوې، چې افغان خبریالان او رسنۍ ورسره مخ دي او رسنوال اړ دي، چې د دغې ډلې «سپارښتنې» ومني.

په رپوټ کې د هغې افغان خبریالې نظر هم اخستل شوی، چې لا هم کابل کې په یوه ټلوېزیوني شبکه کې کار کوي.

هغې د نوم نه خپرولو په شرط ویلي: «ورځ تر بلې بدترېږي. په ځلونو له دې امله موضوعاتو ته پوښښ نه شم ورکولی، چې زه یوه مېرمن یم.»

د ټلوېزیون دغې ویاندې ویلي:« د یوې مېرمنې په توګه زه باید په هرې موضوع دوه ځل فکر وکړم. مېرمنې له نارینه خبریالانو سره یو ځای په غونډو کې ګډون او له هغوی پوښتنې نه شي کولی. له همدې امله ډېری ښځینه خبریالانې د دندو پرېښودو ته اړ شوي. ډېرو یې خبرخونې پرېښي او کورونو کې ناستې دي.»

رپوټ کې ویل شوي، چې د طالبانو سپارښتنې او قوانین د خبریالانو ځورونو او د هغوی پر مخ د بندیزونو ډېرېدو ته لارې هواروي.

پر افغانستان د طالبانو له دویم‌واري ولکې وروسته دغې ډلې پر رسنیو او رسنوالو بېلابېل بندیزونه لګولي او تېرو دوو کلونو کې د ډېر شمېر خبریالانو د نیولو، ځورولو او شکنجه کولو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د طلوع خبري شبکې ویاند خاطره احمدي
د طلوع خبري شبکې ویاند خاطره احمدي انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د افغان خبریالانو د یوه بنسټ په حواله، ننګرهار کې د کلید رادیو د دوو ځايي خبریالانو فقیرمحمد فقیرزي او جان اغا صالح په نیولو سره روانه اونۍ طالبانو افغانستان کې څلور خبریالان نیولي؛ خو دغې ډلې یې د نیولو لامل نه دی په ډاګه کړی.

یوه افغان خبریال د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل: «طالبانو پر خبریالانو کاري ساحه ډېره تنګه کړې، د دوی هر حرکت څاري او که حالت همداسې وي، نو هېڅ رسنۍ او خبریال به په خپلواک ډول کار ونه کړي.»

تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له لوري پر رسنیو او رسنوالو د سختو قوانینو او بندیزونو لګولو او د خبریالانو د نیولو او ځورولو له امله ګڼ افغان خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او ډېر یې لا هم هڅه کوي، چې له هېواده ووځي.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar