1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه او ۲۵ ژوبل شوي

امید دیدار
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

ننګرهار ولایت کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی، چې د دغې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د شنبې پر شپه سخت بارانونه شوي، چې له امله یې تر اوسه د ۴ ماشومانو د مړینې او ۲۵ کسانو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Qz6c
ننګرهار کې د اورښتونو له امله اوښتي زیانونه، ارشیف انځور
ننګرهار کې د اورښتونو له امله اوښتي زیانونه، ارشیف انځورانځور: Ismail Sirat

د ننګرهار ولایت له پاره د طالبانو ادارې رسنیز دفتر یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې دغه اورښتونه تېره شپه د مرکز جلال اباد په ګډون کامې، لالپورې، ګوشتې، کوز کونړ او ځینو نورو سیمو کې شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، کامې ولسوالي تر نورو سیمو ډېره زیانمنه شوې. ویل شوي، همدې ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورونه زیانمن شوي او د یوه کور د غورځېدو پېښه کې څلور ماشومان مړه شوي دي. دغه راز په کامې ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې ۲۵ کسان ژوبلېدلي دي.

ننګرهار کې د اورښتونو له امله اوښتي زیانونه، ارشیف انځور
ننګرهار کې د اورښتونو له امله اوښتي زیانونه، ارشیف انځورانځور: Ismail Sirat

د ننګرهار ولایت خبرپاڼې کې راغلي، چې په مرکز جلال اباد او ولسوالیو کې د کورونو د نړېدو سربېره زرګونه جریبه ځمکې او ولاړ فصلونه هم زیانمن شوي دي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم دویچه ویله ته وویل، کامې کې د څلورو ماشومانو د مړینې سربېره یو شمېر کسان ژوبل او ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.

لغمان: د یوه کور د چت رالوېدو په پيښه کې د يوې کورنۍ ۷ کسان مړه شوي

دی وايي، په دې اړه وروستي جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د پسرلي له پیله تر دې دمه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې سختو اورښتونو، سیلابونو او زلزلو د لسګونو انسانانو ژوند اخيستی او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.