1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لغمان؛ د کور چت رالوېدو پيښه کې د يوې کورنۍ ۷ کسان مړه شوي

امید دیدار
۱۴۰۲ فروردین ۱۸, جمعه

په لغمان کې د طالبانو ادارې چارواکو خبر ورکړی دی چې د یوه کور د چت رالوېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ اوه غړي مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4PoV9
Afghanistan | Erdbeben in Badghis
انځور: Ahmad Seddiqi/AA/picture alliance

د دغه ولایت پېښو ته د رسېدو په چارو کې ریاست له پاره د طالبانو ادارې رئیس قاري خیر محمد غازي د دغه خبر پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې یاده پېښه د جمعې په شپه شاوخوا دوې بجې د الیشنګ ولسوالۍ په قلعه‌ټک سیمه کې شوې ده.

نوموړي ویلي دي چې په مړو شویو کې د دغي کورنۍ د ښځې او خاوند په ګډون پنځه ماشومان شامل دي او یوه بله نجلۍ ټپي شوې ده.

د افغانستان بادغیس ولایت کې د زلزلې ویجاړۍ، د ارشیف انځور
انځور: Ahmad Seddiqi/AA/picture alliance

طالب چارواکیو د دغې پېښې لامل وروستي بارانونه او د خونې د چت خرابوالی ښودلی او ويلي يې دي چې، وروستیو اورښتونو او زلزلې د شیرزاد نومي کور خراب کړی و.

په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان تر نیمايي ډېرو ولایتونو کې «سخت» اورښتونه او وروسته بيا سیلابونه راغلي، چې له امله یې پر تلفاتو سربېره سلګونه د استوګنې کورونه، کرهڼیزې او شاړې ځمکې زیانمنې کړي دي.

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.