1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن د قطر پلازمينه دوحه د افغانستان د غونډې کوربه ده

۱۴۰۳ تیر ۱۰, یکشنبه

د قطر پلازمینه دوحه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه د دوه ورځني کنفرانس کوربه ده. په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیاله روزمري دیکارلو، هم ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/4hgbo
Katar | Taliban-Delegation in Doha
د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوی په دوحه کېانځور: Zabihullah Mujahid

د قطر پلازمینه دوحه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه د دوه ورځني کنفرانس کوربه ده. په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیالې روزمري دیکارلو، سربیره د چین، روسیې، پاکستان، امریکا او ځینې نورو غربي هیوادونو استازي هم ګډون کوي.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو له خوا د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پنځه کسیز پلاوی ګدون کوي چې د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال، د کورنیو چارو او اقتصاد وزارتونو استازي هم په کې شامل دي.

غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره کیږي چې په کې به د معلوماتو له مخې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې، اقتصادي پرمختګ، د افغانستان د بانکي چارو او ځینو نورو مسائلو بحث او خبرې وشي. غونډه نن یکشنبه پیلیږي او او سبا به هم ادامه ولري.

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

د معلوماتو له مخې د کنفرانس په دریمه او وروستۍ ورځ به د ملګرو ملتونو او هیوادونو استازي د افغانستان د مدني ټولنو استازو او یو شمیر افغانو ښځو سره هم وويني.

مخکې تر دې ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې په دې کنفرانس کې پریکړې نه کیږي، بلکې یوازې معلومات او پيغامونه به تبادله کیږي.

د افغانستان له پاره له ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند کول، په نړیواله ټولنه کې ور ګډیدل او د خپلو نړیوالو مکلفیتونو پوره کول د دغې غونډې له مهمو موخو څخه بلل کیږي.

دا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د دې لړۍ دریمه غونډه ده. په غونډه کې د ښځو نه ګډون لادمخه غبرګونونه را پارولي دي، خو ملګري ملتونه وايي چې دا بین الافغاني مذاکرات نه دي او یوازې د طالبانو سره پر مهمو مسائلو خبرې کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب