1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د دوحې تړون نه عملي کیدل د طالبانو د منزوي کیدو لامل شوي»

حسین سیرت
۱۴۰۲ اسفند ۱۰, پنجشنبه

د دوحې تړون د لاسلیکیدو په څلورمه کلیزه کې کارپوهان وایي چې د طالبانو له خوا د دې تړون نه عملي کیدل د دې لامل شوي دي چې دغه ډله خپله اعتماد له لاسه ورکړي. د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي دي چې دې تړون طالبان لا پیاوړي کړي.

https://p.dw.com/p/4d2gg
د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه نېټه لاسلیک شو چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته يې لاره هواره کړه.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه نېټه لاسلیک شو چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته يې لاره هواره کړه.انځور: AFP/G. Cacace

د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه نېټه لاسلیک شو چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته يې لاره هواره کړه. د دې تړون په پایله کې د امریکا متحده ایالاتو په مشري په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونه له دې هیواده ووتل. طالبان بیا د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه نېټه پر ټول افغانستان حاکم شول په دې ترتیب یې د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمن حکومت ړنګ کړ.

نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتې دي چې د دوحې تړون  عملي کړي، خو طالبانو لا هم دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او هغه یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د افغانستان د چارو کارپوه عزیز معارج، دویچه ویله ته وویل چې د دوحې تړون د نه عملي کیدو له کبله نړیواله ټولنه پر طالبانو باندې لا ډېره بې اعتماده شوې. هغه زیاته کړه: «د دوحې تړون نه عملي کیدو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو نه رعایت او د ټولشموله حکومت نه جوړیدل هغه موارد دي چې د طالبانو تر پښو لاندي کړي دي.»

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

تر دوه کاله زيات وخت کيږي چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، خو تر اوسه لا د نړۍ یوه هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د ملګرو ملتونو هڅې چې له مخې یې له طالبانو سره «معنی لرونکی» تعامل رامنځ ته شي لا هم تر اوسه پورې کومې پایلي نه دي لرلي.

د افغانستان د چارو کارپوه طارق فرهادي، دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو کړه وړه د دې لامل شوي دي چې نړۍ له طالبانو سره په تعامل کې پاتې راشي: «طالبان له لومړي سره پوهیدل چې په رسمیت نه پیژندل کیږي او سیاستونو یې کار لا ستونزمن کړی دی.»

د فرهادي په خبره نه طالبان او نه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خپل موقف بدلولو ته چمتو دي او په همدې دلیل د طالبانو حاکمیت په رسمیت نه پیژندل کیږي. طالبان بیا وایي چې امریکا متحده ایالاتو هم د دوحې تړون ځيني موارد تر پښو لاندې کړي دي.

د دوحې تړون د نه عملي کیدو عواقب

د دوحې تړون له مخې طالبانو باید د افغانستان د شخړې د حل له پاره خبرو اترو ته دوام ورکړی وای، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته تر رسیدو وروسته، دغې ډلې له کوم اړخ سره مذاکراتو ته دوام ور نه کړ.

د بشري حقونو د ښځو د اساسي حقوقو تر پښو لاندې کول هم هغه موارد دي چې طالبان یې لا ډیرې نړیوال انزوا ته سوق کړي دي. دغه موارد هم د دوحې په تړون کې راغلي ول. طالبان آن نجونو او ښځو ته د کار او زده کړو حق نه ورکوي. د معارج په خبره د دې وضعیت اصلي تاوان د افغانستان خلکو ته رسیږي: «که دغه تړون نه وای لاسلیک شوی، نو وضعیت به د اوس په پرتله ښه وای، ځکه چې د افغانستان خلک له اصلي کړاو سره مخامخ دي.»

متقابل تورونه: طالبان او امریکا یو پر بل تورونه لګوي

طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د دوحې تړون د لاسلیکیدو په څلورمه کلیزه کې یو پر بل باندې تورونه لګولي دي. د سپینې ماڼۍ ویاند کارین جن پیر، ویلي دي چې طالبانو د دوحې تړون پر اساس عمل نه دی کړی. هغې زیاته کړې ده چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر بایدن پریکړه «په شدت سره د ترمپ ادارې له خوا د رامنځ ته شویو شرایطو تر اغیزې لاندې وه».

د امریکا متحده ایالاتو یو شمیر سیاستوال او همداراز د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي  هم نیوکې کوي چې په خبره یې د افغان ځواکونو مورال یې ضعیفه کړ  او د طالبانو راتګ ته یې لاره هواره کړه.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد، بیا په یوه غږیز پیغام کې چې طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون د ایکس پر ټولنیزې پاڼې خپور شوی ویلي دي چې د دوحې تړون د دې لامل شو چې افغانستان له «اشغال» څخه آزاد شي. هغه زیاته کړې ده چې امریکا متحده ایالاتو د دې تړون ځینې برخې نه دي عملي کړي. طالبان په افغانستان کې د ناټو ځوکونو شل کلن حضور «اشغال» ګڼې خو پخپله ناټو او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي بیا دا یو قانوني حضور بولي.