1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د مهاجرو د منلو له امله د سولي جایزه ترلاسه کوي

۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبه

د مهاجرو په بحران کي د ستري ژمنتیا له امله د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انگیلا میرکل، د ملگرو ملتونو د کلتوري ټولني یونسکو له خوا د سولي د جایزې له پاره ونومول سوه.

https://p.dw.com/p/4Fwsg
Deutschland Altkanzlerin Merkel zu Gespräch im Berliner Ensemble
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

د ژوري هیئت مشر او په ۲۰۱۸م کال کي د سولي جایزې گټونکي دنیس مک ویگ، د سې شنبې په ورځ په پاریس کي څرگنده کړه: «ټول ژوري هیئت په ۲۰۱۵م کال کي د میرکل د هغي زړه وري پریکړي تر اغیز لاندي راغلی، چي ویل یې څه د پاسه یو اشاریه ۲ میلیون هغه مهاجر به ومني چي په ځانگړي ډول له سوریې، عراق، افغانستان او اریتیریا څخه راغلي وي.»  د هغه په خبره: «دا داسي یو درس وو چي هغې تاریخ ته پریښود.»

بیربوک اوس هم د افغانانو پر راایستلو ټینگار کوي

د یونسکو عمومي مشري، اودرې ازولای هم د میرکل د دغي ژمنتیا درناوی وکړ او ويې ویل: « د سولي او امنیت راوستل په دې معني هم وي چي خپلي دروازې د هغو کسانو پرمخ پرانیزې چي ډېر زوریدلي وي. د ژوري هیئت دغه ډول پریکړه پر دې دلالت کوي چي مهاجرو او پناه غوښتونکو ته ځای ورکول یوه مهمه او اساسي موضوع ده.»

د سولي دغه جایزه د عاج ساحل د پخواني حکومتي مشر، فیلیکس هوپویت- بویگنې په نامه نومول سوې ده.

د سولي نوموړې جایزه له ۱۹۸۹م کال راهیسي هر کال هغو کسانو، سازمانونو او یا هم مؤسسو ته ورکول کیږي چي په ځانگړي ډول یې د پرمختگ، پلټنو او یا هم د سولي او امنیت د راوستلو په برخه کي هلي ځلي کړي وي. دا چي دغه جایزه به څه وخت میرکل ته ورکړل سي، لا معلومه نه ده.

GP/NZ/AG