1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

مکرون اسرائیل ته رسیدلی او حماس دوه نور یرغمل خوشې کړي

۱۴۰۲ آبان ۲, سه‌شنبه

حماس د دوو نورو یرغمل شوو د خوشې کولو خبر ورکړی دی. اسرائیل له دغې ترهګرې ډلې سره د یرغمل شوو کسانو شمیر ۲۲۲ ښودلی دی. د فرانسې ولسمشر تل ابیب ته رسیدلی دی او د اسرائیل پوځ په یوه پنډغالي کې د حماس پر سنګر برید کړی.

https://p.dw.com/p/4XwM5
Israel | Ankunft von Frankreichs Präsident Macron am Flughafen in Tel Aviv
انځور: Christophe Ena/Pool/REUTERS

د حماس ترهګرې ډلې د نظامي څانګې ویاند ابو عبیده د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې له دغې ډلې سره د هغو لسګونو یرغمل شوو کسانو له جملې څخه دوه نور یې آزاد کړي دي. د دوشنبې په ورځ اسرائیل پوځ د حماس له خوا د یرغمل شوو کسانو وروستی رقم ۲۲۲ اعلان کړ.

دغه کسان چې نږدې یو پر دریمه برخه یې غیر اسرائیلیان یا په بل عبارت د دوه ګوني تابعیت درلودونکي دي، پر اسرائيل باندي د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې نیټې په ترهګریزو بریدونو کې یرغمل نیول شوي دي.

دغه دوه آزاد شوي کسان هم ښځي دي چې د قطر او مصر هیوادونو په منځګړیتوب آزادي شوي دي. مخکې تر دې دوې نورې ښځې چې امریکايي لور او مور وې، د جمعې په ورځ آزادي شوې.

د مهاجرو پر یوه پنډغالي د اسرائیل برید

د اسرائیل پوځ اعلان کړی دی چې د حماس یو سنګر چې د مهاجرو په یوه کمپ کې وو، په نښه کړی دی. د اسرائیل پوځ یوه ویاند ویلي دي چې دغه سنګر د مدیترانې سمندر په ساحل کې د الشاطي په کمپ کې وو. نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

Israel | Angehörige der Geiseln protestieren in Tel Aviv
د حماس په وسیله د یرغمل شوو کسانو انځورونه د تل آبیب پر یوه دیوالانځور: Ohad Zwigenberg/AP Photo/picture alliance

د غزې روغتیا وزارت چې اداره يې د حماس په لاس کې ده، په دغه برید کې لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کړې ده. فلسطیني رسنیو ویلي دي چې پر ياد پنډغالي د برید په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي دي. دغه خبر په خپلواک ډول نه دی تائید شوی.

امانویل مکرون اسرائیل ته رسیدلی دی

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سه شنبې په ورځ د اسرائیل پلازمېنې تل ابیب ته رسیدلی دی. مکرون به د اسرائیل له ولسمشر، لومړي وزیر او ځينو نورو لوړپوړو چارواکو سره وویني.

د اکتوبر پر ۷ نیټه پر اسرائیل د حماس له برید راهیسې تر اوسه پورې ۷ فرانسوي اتباع لادرکه دي. د الیزې ماڼۍ د اعلان مطابق مکرون به د هغو کسانو د کورنیو له غړو سره هم وویني چې د حماس په برید کې وژل شوي او یا یرغمل نیول شوي دي. د حماس په بریدونو کې د ۱۴۰۰ وژل شوو کسانو له ډلې څخه ۳۰ یې فرانسویان ول.

په ۲۴ ساعتونو کې د ملګرو متلونو ۶ کارمندان وژل شوي

د ملګرو ملتونو سازمان د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د فلسطیني مهاجرو د مرستې دفتر ۶ کارمندان وژل شوي دي. په دې ترتیب د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسي د دغه بنسټ د وژل شوو کارمندانو شمیر ۳۵ کسانو ته رسیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر OCHA ویلي دي: «د نښتو له پیل راهیسې د دې بنسټ ۱۶ کارمندان او ۳۵ د فلسطیني مهاجرو د دفتر کارمندان د خپلو دندو پر مهال وژل شوي دي. يوازي په تيرو ۲۴ ساعړنو کې ۶ کسان وژل شوي دي.»

د فلسطیني بې ځایه شوو او مهاجرو چارو ته د رسیدګۍ بین المللي سازمان دفتر په غزې تراډه، د اردن سیند په لویدیځه غاړه او د بیت المقدس په ختیځ، اردون، لبنان او سوریه کې د فلسطیني مهاجرو ملاتړ کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز