1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت: د جرمني پر سرحدونو د مهاجرو ردول سخت دي

۱۴۰۳ شهریور ۱۵, پنجشنبه

په جرمني کي د پناه غوښتني د قوانینو د سختوالي په هکله بحثونه روان دي. خو په قانوني او عملي ډول یې پلي کول ستونزمن دي. د اروپايي ټولني قانون د آلمان قانون ردوي او په هغه کي به بدلون راوستل سخت وي.

https://p.dw.com/p/4kJOj
Grenzkontrolle zur Schleuserkriminalität
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د پناه غوښتونکو او مهاجرو د راتگ د محدودولو په هکله د جرمني  په فدرالي حکومت کي د ستر اپوزیسیون گوند CDU د مشر فریدریش میرڅ، وړاندیزونه له حقوقي پلوه شخړه ایز دي. د سوسیال ډیموکراټ له گوند څخه د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر غواړي بیلابیل وړاندیزونه و ارزوي.

له دغه ډول غوښتنو څخه ښارونه او کلي هم ملاتړ کوي. دا د آلماني ټولنو د لابي هغه گروپونه دي چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو مسئولیت لري او اوس په دې برخه کي له سخت فشار څخه شکایت کوي. په راتلونکو اونیو کي به په دې هکله نوري مشورې هم ترسره سي.

پر آلماني سیاستوالو فشار ډیر دی چي په دې هکله یو څه ترسره کړي. په زولینگین کي له اخراج سره مخامخ مهاجر  له خوا د چړې تر برید او په تیورینگن او زاکسن کي د آلمان  له پاره د بدیل افراطي ښی اړخه گوند AfD تر بریا وروسته، ډېر گوندونه د سمدستي اقدام غوښتنه کوي.

نه یوازي محافظه کار مسیحي ډیموکراټ او سوسیال مسیحي گوندونه، بلکي آزاد ډیموکراټیک او زرغون گوندونه هم. لیبرال آزاد ډیموکراټ او زرغون گوندونه له سوسیال دیموکرات گوند SPD سره یو ځای په ائتلافي حکومت کي شامل دي.

Deutschland Erfurt | CDU-Chef Friedrich Merz
د CDU مشر فریدریش میرڅ د مهاجرت په قانون کی سخت بدلون غواړيانځور: Steffen Proessdorf/foto2press/Imago Images

په سرحدونو کي د مهاجرو ردول؟

د مسیحي دیموکراټ گوند مشر میرڅ، په سرحدونو کي د هغو کسانو د سمدستي ردولو غوښتنه کوي چي له دریم امن هیواد څخه راځي او ویزه نه لري.

له قانوني پلوه اوس دا ډېره سخته ده: کله چي راداخل سوی کس د پناه غوښتنه کوي، نو باید د آلماني چارواکو له خوا ورته د داخلیدو اجازه ورکول سي او بیا وکتل سي چي آیا آلمان د هغه د ممکنه پناه غوښتنې مسولیت لري او که څنگه. که ثابته سوه چي هغه د مثال په ډول په بلغاريا کي د اروپايي ټولنې له خارجي سرحد څخه اوښتی دی، نو د هغه د پناه غوښتنې مسؤلیت د بلغاریا پرغاړه دی.

آلمان بیا وروسته غوښتنه کوي چي دغه پناه غوښتونکی د اروپايي ټولني د مقرراتو په اصطلاح دوبلن د قوانینو له مخي د بلغاریا له خوا ومنل سي. دغه هرڅه باید د شپږو میاشتو په ترڅ کي ترسره سي، که نه نو د هغه مسؤلیت په اتوماتیک ډول جرمني ته انتقالیږي. 

د مونشن په ماکس پلانک انستیتوت کي د ټولنیزو حقونو او سیاست کارپوه کونستانتین هروشکا، دې خبري ته اشاره کوي چي له ردکولو مخکي د سرحدونو پراخ کنترول ته اړتیا سته. خو د سرحدونو انتخابي کنترول چی نن ورځ موجود دی، له کلونو راهیسي غیر قانوني دی.

د اروپايي ټولني د مقرراتو له مخي باید هغه یوازي یوه استثنا وي او نه کوم قانون.

کونستانتین هروشکا، له دویچه ویله سره په مرکه کي وویل: «تاسي باید لومړی د سرحدونو د کنترول له پاره یو اساس وموندی، مخکي له دې چي د هغوی د ردولو په هکله بحثونه وکړی.»

آیا آلمان کولای سي خپل سرحدونه وتړي او «اضطراري حالت» اعلان کړي؟

د ډیرو مهاجرو د راتگ په صورت کي د اروپايي ټولني د مقرراتو له مخي آلمان  کولای سي په بروکسل کي د اروپايي ټولني کمېسیون ته د یوه اضطراري حالت په هکله خبر ورکړي. وروسته بیا کمېسیون د تدابیرو لارښوونه کوي. په هغو کي کیدای سي د سرحدونو کنترول هم شامل وي، خو یوازي د لنډ وخت له پاره.

که مهاجر په سرحد کي د یوې ستري ډلې په توگه راڅرگند سي او په ډله ایز ډول په زورزیاتي لاس پوري کړي، بیا نو پرته له نورو ارزونو څخه باید رد او بیرته واستول سي. یوازي په دغه صورت کي د اروپايي ټولني د مقرراتو له مخي د پناه غوښتني د انفرادي عریضو ارزول ناممکن وي او اړتیا ورته نه لیدله کیږي.

آیا آلمان کولای سي خپل سرحدونه د ټاکلو ډلو لکه افغانانو او سوریایانو له پاره وتړي؟

د پناه غوښتني د حقونو کارپوه کونستانتین هروشکا وايي: «نه، او زه په دې هم نه پوهیږم چي سړی هغه څرنگه توجیه کولای سي. د سوریايي او افغانانو انفرادي ترهگریزي کړنې په هیڅ ډول د پناه غوښتنې د منلو څخه د ډله ایز انکار په توگه نه توجیه کیږي.»

هنگري او لیتوانیا لا مخکی په بل ارتباط د اروپايي ټولني په خپلو بهرنیو سرحدونو کي دغه ډول یوه هڅه کړې ده. اروپايي محکمې په عمومي ډول د سرحدونو تړل رد کړي دي.

د یوې پناه غوښتني د انفرادي اروزنې حق چي د بشري حقونو په هکله د اروپا د کنوانسیون او د ملگرو ملتونو د کډوالو له کنسوانسیون څخه اخیستل سوی، پر خپل ځای پاته دی.  

د پناه غوښتنې په قانون کي بدلون؟

د مسیحي ډیموکراټ گوند سیاستوال تورستن فرای، او د سوسیال مسیحي گوند مشر مارکووس زیودر،  غواړي په انفرادي ډول د پناه غوښتني اساسي حق لغوه سي. هغه نور له وخت سره سمون نه لري. د هغه د اغیزمن پلي کولو له پاره باید جرمني د اروپايي ټولني  په قانون کي هم د ورته مربوطه بدلون رامنځته کولو هڅه وکړي او د ملگرو ملتونو د کډوالو له کنوانسیون څخه ووزي.

د کډوالو په کنوانسیون کي د هغو کسانو د پناه غوښتنې پروسې فردي حق او همدارنگه په سرحدونو کي په عمومي ډول د هغوی د ردولو ممنوعيت شاملیږي چي په خپلو اصلي هیوادونو کي د ځورونې او یا هم غیر انساني کړنلارو له گواښ سره مخامخ وي.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

GP/NZ/DW.Online