1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: رونډا ته د کډوالو د اخرج پلان وړاندیز شوی

۱۴۰۳ شهریور ۱۵, پنجشنبه

د آلمان د کډوالو کمېسیون، رونډا هیواد ته د هغو کډوالو د اخراج وړاندیز کړی چې اروپايي ټولنې ته د سپيني روسيې د سرحد له لارې په ناقانونه توګه داخلیږي. ورته وخت کې پر آلمان د کډوالو له کبله فشارونه پر ډیریدو دی.

https://p.dw.com/p/4kIrL
د کډوالو له پاره د آلمان د کمیسیون مشر د وړاندیز له مخې، د سپینې روسیې له لارې راتلونکي کډوال به رونډا هیواد ته اخراج شي.
د آلمان د د کډوالو کمیسیون رونډوا هیواد ته د سپینې روسییې له لارې د راغلو ناقانونه کډوالو د اخراج وړاندیز کړی.انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

رونډا هیواد ته د ناقانونه کډوالو د اخراج دغه وړاندیز داسې مهال کیږي چې د آلمان ائتلافي حکومت اوس دغه هیواد ته د ناقانونه کډوالو د راتګ او همدا راز په دغه هیوادي کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې تړلي د شکمن کس له لوري د چړې تر برید وروسته فشارونه مخ پر ډیریدو دي.

تیره میاشت د المان په زولینګن ښار کې د داعش ډلې پورې تړلي د یوه شکمن کس د چړې تر برید وروسته چې پکې درې کسان ووژل شول، د ښي اړخي اپوزیسیون له لوري پر حاکم ائتلافي حکومت انتقادونو شدت موندلی دی.

د کډوالو د تړونونو له پاره د آلمان د فدرالي حکومت ځانګړي استازي، یوخایم سټامپ، وویل چې اروپايي ټولنه کولی شي چې د رونډا هیواد ته د کډوالو د اخراج پلان چې په ۲۰۲۲ م کال کې په لومړي سر کې د بریتانیا له پاره وو، استفاده کړي. بریتانیا په ۲۰۲۲م کال کې داسې یو پلان مطرح کړی وو چې له مخې یې غوښتل دغه هیواد ته په ناقانونه توګه داخل شوي کډوال د افریقا لویې وچې دغه ختیځ هیواد ته اخراج کړي.

د رونډا او بریتانیا ترمنځ دغه پلان د کییر سټارمر، چې اوس د بریتانیا لومړی وزیر دی، په تیره جولای میاشت کې بیرته لغو اعلان کړ.

د سټمپ په وړاندیز کې راغلي چې له اروپايي ټولنې روانډا هیواد ته د ناقانونه کډوالو د اخراج پروګرام به د ملګرو ملتونو سازمان تر څار لاندې ترسره کیږي. له ټيبل میډیا سره په یوه مرکه کې د کډوالو د تړونونو له پاره د آلمان د فدرالي حکومت ځانګړي استازي، یوخایم سټامپ، وویل: «موږ اوس له رونډا پرته داسې دریم ګړی هیواد نه لرو چې په دې برخه کې را مخې ته شوی وي.»

سټمپ چې د آزاد ديموکراتانو د ګوند یا اف. ډي. پي غړی دی، او د دې هیواد په کورنیو چارو وزارت کې ماموریت لري، وايي په دغه پلان کې په ځانګړي ډول هغه ناقانونه کډوال هدف دي چې د اروپايي ټولنې د ختیځې پولې [بیلاروس له لارې] دغې ټولنې ته داخلیږي. نوموړي وویل: «زما وړاندیز به دا وي چې موږ پر دغه ډله کډوالو تمرکز وکړو. په کال کې یې شمیر شاوخوا ۱۰ زرو کسانو ته رسیږي.» نوموړي د محافظه کاره اپوزیسیون هغه وړاندیز رد کړ چې غوښتل یې دغه پلان دې پر ټولو کډوالو عملي کړل شي. د نوموړي په خبره، رونډا هیواد په ښکاره ډول د دغه پلان د عملي کولو په برخه کې علاقه ښوولې ده.

رونډا ته د بریتانیا له لوري د ناقانونه کډوالو اخراج له انتقادونه سره مخامخ شوی وو چې بیا وروسته د دغه هیواد نوي حکومت دغه پلان لغوه کړ.
د رونډا او بریتانیا ترمنځ دغه پلان د کییر سټارمر، چې اوس د بریتانیا لومړی وزیر دی، په تیره جولای میاشت کې بیرته لغو اعلان کړ.انځور: Habibou Bangre/AFP/Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې، اروپايي ټولنې د تیر کال په ډسمبر میاشت کې د ناقانونه کډوالو او پناه غوښتونکو د مدیریت په هکله پر نویو مقراراتو توافق وکړ، داسې توافق چې په دغه ټولنه کې د لسیزو اختلافاتو وروسته یې ستاینه کیده. دغه نوي مقررات به د ۲۰۲۵م کال تر پایله پورې په بشپړه توګه عملي کړل شي.

د دغه توافق هدف اروپايي ټولني ته د بې رويه يا غیر منظم مهاجرت راکمول دي. په دغو اصلاحاتو کي د تازه راغلو پناه غوښتونکو دپناه غوښتنی د عریضو چټکې ارزونې، په سرحد کي د نيونو له پاره د مرکزونو جوړول او د هغو پناه غوښتونکو د چټک اخراج په هکله مقررات شامليږي چي د پناه غوښتنه يې رد کيږي.

په دغو اصلاحاتو کي همدارنگه د دغې اتحاديې  د جنوبي هيوادونو پر غړو باندي د فشار د کميدو له پاره د يووالي د يوه ميکانيزم رامنځته کول هم شامل دي چي خپلو خاورو ته د ډيرو پناه غوښتونکو د راتلو شاهدان دي. د دغه ميکانيزم له مخي به ځيني پناه غوښتونکي د اروپايي ټولني نورو هيوادونو ته انتقال سي اوهغه هيوادونه چي د دغو پناه غوښتونکو له منلو څخه سرغړونه کوي، بايد د هغوی له منل کيدونکو هيوادونو سره مالي او يا هم مادي مرستې وکړي.

خ.ح / ن.ز