1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. پخوانۍ قرغيز ولسمشره د افغانستان ځانګړې استازې وټاکله

۱۴۰۱ شهریور ۱۲, شنبه

د قرغيزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبايېوه د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وټاکل شوه. دغه خبره سرمنشي انتونيو ګوتېرش د جمعې په ماښام وکړه.

https://p.dw.com/p/4GNZn
Roza Otunbayeva I neuen UN-Sondergesandte für Afghanistan
انځور: Shen Hong/Xinhua/IMAGO

اوتونبايېوه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سياسي ماموريت يا يوناما د مشرې په صفت اوس د کاناډايۍ دېبورا لاينز ځای نيسي. نوموړې به د ملګرو ملتونو له خوا د بشري ماموريتونو او په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره د تعامل په برخه کې مسئوليت ولري. ګوتېرش وويل چې اوتونبايېوه د خپلې نوې دندې له پاره د مشرتوب، ديپلوماسۍ، ملکي هلو ځلو او نړيوالې همکارۍ په برخو کې ۳۵ کاله تجربه له ځانه سره لري.

ګوتریس افغانستان ته خپل ځانگړی استازی و ټاکه

روزا اوتونبايېوه له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې د قرغيزستان ولسمشره، درې ځلې د بهرنيو چارو وزيره، د پارلمان غړې او مرستياله لومړۍ وزيره پاتې شوې ده. هغه د امريکا په متحده آيالاتو او بريتانيا کې د قرغيزستان سفيره هم وه.

اوسمهال اوتونبايېوه د منځګړيتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ګوتېرش د مشورتي پلاوي غړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر، مارتين ګريفيتس، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۲۹مې) خبرداری ورکړ چې افغانستان له سختې بې وزلۍ سره مخامخ دی چې شپږ ميليونه خلک په کې د بشري، اقتصادي، اقليمي او مالي کړکېچونو له کبله د خوراکي توکو له سخت کمي سره لاس او ګرېوان دي. د افغانستان تقريبا نيمه برخه اوسېدونکي، يعنې ۲۴ ميليونه وګړي، مرستو ته اړ دي چې د ګريفيتس په خبره تقريباً ۱۹ ميليونه تنه ورڅخه د خوراکي توکو له شديد ناخونديتوب څخه سر ټکوي.

آ./ن.ص./ا.ا.