1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتریس افغانستان ته خپل ځانگړی استازی و ټاکه

۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریس د سیمي او افغانستان په مسایلو کي خپل خاص استازی معرفي کړ. د هغه د ویاند په خبره به دغه فرانسوی سیاستمدار د افغانستان شخړي ته د یوه سیاسي حل د پیدا کیدو کوښښ وکړي.

https://p.dw.com/p/3qnIf
Deutschland UN-Generalsekretär Guterres im Bundestag
انځور: Michael Sohn/AP Photo/picture alliance

دغه خبره د گوتریس ویاند پرون چهارشنبه(د مارچ میاشتي ۱۷ مه) په نیویارک کي وکړه او ویې ویل چي نوی ټاکل سوی خاص استازی، فرانسوی ژا آرنو به د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي او د افغانستان له پاره د یوناما ماموریت له مشري، کاناډایي دیبورا لاین سره په ګډه فعالیت کوي.

په مسکو کي د سولي کنفرانس

نن پنجشنبه(د مارچ میاشتي ۱۸ مه) په مسکو کي د افغانستان په اړه نړيواله غونډه روانه ده، په کوم کي چي د روسیې حکومت غواړي د خنډونو سره مخامخ د سولي په خبرو کي پرمختګ راولي. 

Deutschland/Afghanistan Die Bundesregierung stellt weitere Geldmittel zur Entwicklung in Afghanistan zur Verfügung
د ارشیف یو عکسانځور: Presseabteilung des afghanischen Finanzministeriums


 په دغه کنفرانس کي د طالبانو د استازو ترڅنګ د افغانستان د حکومت، امریکا متحده ایالاتو، پاکستان او چین نمایندګان هم برخه لري.

په قطر کي د ۲۰۲۰م کال په فيبرورۍ میاشت کي د امضأ سوي تړون پراساس باید ټول امریکايي ځواکونه د همدې کال د می میاشتي تر اولي نیټې پوري له افغانستان څخه ووځي. په مقابل کي به طالبان له القاعده شبکې سره ارتباط قطع کړي او له افغانستان حکومت سره د سولي مذاکرات پرمخ بیايي.