1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. له افغانستان سره د پراختيايي مرستو د پيلولو غوښتنه وکړه

۱۴۰۱ شهریور ۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال د امنيت شورا په غونډه کې په افغانستان کې يو ځل بيا د پراختيايي مرستو د پيلولو غوښتنه وکړه. په دې غونډه کې تر ډېره په تېر يوه کال کې د افغانستان وضعيت وارزول شو.

https://p.dw.com/p/4GCoo
Schweiz Glion | Treffen zu Gefangenenaustausch mit der Schweiz
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال مارتين ګرېفېتسانځور: Denis Balibouse/Reuters

د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال مارتين ګرېفېتس د دوشنبې په ورځ د امنيت شورا غونډې ته وويل چې له فقر ځپلي هېواد افغانستان سره دې ځيني پراختيايي مرستې چې تېر کال د طالبانو تر واکمنيدو وروسته درول شوې وې، بيرته پېل شي.

ګرېفتس امنيت شورا ته وويل: «بې وزلي مخ پر ډيريدو او نفوس مخ پر ودې دی او په اصطلاح واکمنان د راتلونکي له پاره هیڅ بودجه نه لري. دا خبره روښانه ده چې د ځينو پراختيايي مرستو بيرته پيلولو ته اړتيا ده.»

هغه وویل چې د افغانستان د تقريباً ۳۹ میليونو وګړو څخه یې تر نیمايي ډېر بشري مرستو ته اړتيا لري او شپږ میليونه افغانان د لوږې له خطر سره مخ دي. ګرېفېتس زياته کړه چې «د اټکلونو پر اساس تر یو میليون ډېر ماشومان له شديدې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي» او بې له درملنې کيدای شي مړه شي.

آلمان وايي په افغانستان کې د مرستو د «حقيقي هدفونو» ټاکل مهم دي

نوموړي د امنيت شورا په دغه غونډه کې چې په تېر يوه کال کې د افغانستان د وضعيت د ارزولو له پاره رابلل شوې وه، وويل: «د افغانستان دی فاکتو چارواکي هم بايد د خپلې برخې کار وکړي. د بشري مرستو ښځينه کارکوونکو ته باید بې له خنډه او په خوندي توګه د کار کولو اجازه ورکړل شي او نجونې باید وکولی شي چې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.»

طالبان چې تر اوسه د هیڅ هيواد له خوا په رسميت نه دي پيژندل شوي او لا له نړيوالو بندیزونو سره مخامخ دي، د ملګرو ملتونو او بشري مرستو د ټولنو په خبره همدغه بندیزونه په افغانستان کې دمګړۍ د بشري فعالیتونو د لارې خنډ ګرځي.

«د خبرو پر ځای مرسته وکړئ»

نړيوال بانکونه د بندیزونو څخه د سرغړونو په برخه کې له احتياط څخه کار اخلي او ملګري ملتونه او مرستندويه ټولنې له تېر يوه کال راهېسې په دې هڅه کې دي چې افغانستان ته په کافي اندازه پېسې ورسوي.

ګرېفېتس وويل: «بشري مرستندويانو د پروګرامونو د تمويل له پاره يو میليارد ډالر نغد دغه هېواد ته رسولي دي، خو د نغدو پېسو ستونزه او بانکي بحران لا بشري مرستې اغیزمنوي او په دې توګه د افغانانو ورځنی ژوند هم.»

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې پر ډيرېدو انديښنه څرګنده کړه
په کابل کې د مرستو په انتظار ښځې او ماشومانانځور: DW

ملګري ملتونه هڅه کوي د پېسو د ليږد يو سیستم چې د بشري انتقال آسانتيا نوميږي، رامنځته کړي، څو یې له لارې له افغانۍ سره د مرستې په موخه په ميليونونو ډالر د اقتصاد د پياوړي کولو او بانکی بحران د له منځه وړولو له پاره افغانستان ته واستول شي پرته له دې چې طالبان پکې دخيل وي.

ګرېفېتس وويل چې پر دغه پلان له طالبانو سره «سلامشورې روانې دي.»

ملګرو ملتونو له افغانانو سره د درېدلو مرستو د آزادولو غږ کړی

د افغانستان د مرکزي بانک د میلياردو ډالرو زيرمې په نړيوالو بانکونو کې چې زياتره برخه یې په امريکا کې ده، کنګل شوي دي څو د طالبانو لاسو ته ور نه شي. چين او روسيه تل د دغه پېسو د آزادولو غوښتنه کوي. د دواړو هېوادونو استازو د غونډې په ترڅ کې د امريکا پر نقش نیوکې وکړې او يو ځل بيا یې د دغه شتمنیو د آزادولو غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې لندا توماس ګرينفيلد وويل: «هیڅ هېواد به چې په جدي توګه په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي طرفدار وي، طالبانو ته د دغه ميلياردو ډالرو زېرمو د ژر تر ژره او بې قيد و شرطه ورکړې له پاره وکالت ونه کړي.»

لندا ګرينفيلد وويل چې امريکا متحده ایالات افغانستان ته ستر بسپنه ورکوونکی هيواد وو او پر روسیې او چين یې غږ وکړ چې که چېرې په رښتيا له افغانستان سره خواخوږي لري، نو د خبرو پر ځای دې مرستې وکړي.

خو د روسیې او چين استازو د هغې دا تبصره رد کړه.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)