1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانانو سره د ۱۴۲ ميليونو يورو مرستي اعلان

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ آذر ۱۰, جمعه

د اروپايي ټولني کمېسیون یوه نوې مالي ۱۴۲،۸ میلون یوريي بسته د افغانانو په ځانګړي د ښځو او نجونو له پاره د بنسټیزو او ټولنیزو خدمتونو په موخه تصویب کړې ده.

https://p.dw.com/p/4ZfGB
Afghanistan Torkham | Migration | Afghanen fliehen aus Pakistan
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د اروپايي ټولنيپه یوه اعلامیه کي راغلي دي چي دغه مرستي به تر ډېره د افغانستان پر ځپل سویو او په ځانګړي ډول پر بې ځایه سویو کورنیو باندي ولګول سي.

د نړيوال ملګرتيا له پاره د اروپايي ټولني کمیشنرجوتا اورپیلاینن وايي: «له سره د اروپايي ټولني ژمنتيا نه ماتيدونکې ده. اروپايي ټولنه د خلکو د اساسي ستونزو، چي اوس د ودي په حال کي دي د مخنیوي له پاره، د ملاتړ نوي اقدامات منظم کړی دی.»

نوموړي زیاته کړې ده، چي د ۱۴۲،۸ میليونه یوريي مرستو کڅوړه به د روغتیا، پاکو اوبو ته لاسرسي، خوراک،زده کړو او په ځانګړي ډول به پر ښځو، نجونو او بې ځایه سویو کورنیو مصرف سي.»

په اعلامیه کي ټینګار سوی دی، چي د اروپايي ټولني مرستي به په افغانستان کي د واکداري ادارې د هیڅ شرایطو منلو او د هغوی د ګټي له پاره به نه مصرفیږي، بلکي د ملګرو ملتونو او نورو غیری دولتي بنسټونو په واسطه به عملي کیږي.

له طالبانو سره د اروپايي ټولني د ډیپلوماټ لیدنه

د دې خبر له خپرېدو یوه ورځ مخکي د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې اعلان وکړ، چي د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني د استازولۍ سرپرست د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست مسؤل سره لیدلي اود ۱۴۲ میليونه یورو د مرستي خبر يې ورکړی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کي راغلي دي، چي دا مرسته له پاکستان، ایران او ترکيې څخه د راشړل سویو کډوالو له پاره ځانګړي ده.

د طالبانو په خبره، د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني د استازولۍ سرپرست د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنیفي سره هم لیدلي دي. حنیفي په دې ليدنه کي غوښتي دي چي د اروپايي ټولنيهیوادونو دي په افغانستان کي پانګونه وکړي.

دغه مرستي د اروپايي ټولني له خوا افغانستان ته د هغي ۲،۱ ميلیارده یوريي کڅوړي یوه برخه ده، چي د اروپايي ټولني د کمېسیون مشر اورزولا فون دیر لاین د ۲۰۲۱مېلادي کال په اګست میاشت کي ژمنه کړې وه. د دې ټولني د اطلاعاتو پر بنسټ، تراوسه پوري ۶۷۶میليونه يورو له افغانستان سره مرسته سوې ده.