1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 م م: د مهاجرو په مړینه کي اروپایی ټولنه هم مسووله ده

۱۴۰۰ خرداد ۷, جمعه

د ملگرو ملتو په حواله د مدیترانې په سمندر کي د مهاجرو په مړینه کي تر یو ځایه اروپايي ټولنه هم مسؤله ده، ځکه چي ځينو هیوادونو له کښتیو څخه د پناه غوښتونکو عاجلي اړیکي بې جوابه پرې ایښي دي.

https://p.dw.com/p/3u6iH
Mittelmeer Libyen | NGO Open Arms hilft Migranten im Boot
انځور: Joan Mateu/AP/picture alliance

هرکال په زرو سرگردانه کسان او مهاجر چي زیاتره یې له افریقايي هیوادونو څخه دي، هڅه کوي چي ځان د مدیترانې سمندر له لاري اروپا ته ورسوي. هغوی چي زیاتره یې په کوچنیو بادي کښتیو کي سپریږي، خپل دغه خطرناکه سفر له لیبیا څخه پیل کوي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسارۍ په ۳۷ مخيز رپوټ کي راغلي دي چي د مهاجرو د مړیني کچه مخ پر زیاتیدو ده او سږکال تراوسه ۶۳۲ کسانو پر دغه لار خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ملگرو ملتو په خپل دغه رپوټ کي د »وژونکي بې پروايي« تر عنوان لاندي دغه وضعیت »په پراخه کچه انساني تراژیدي« بللی دی.

د دغه رپوټ لیکونکي دې نتیجې ته رسیدلي دي چي د مهاجرو د ساتني نه موجودیت کومه تصادفي خبره نه ده، بلکي دغه وضعیت په لیبیا کي د ټاکلو سیاسي پریکړو او مسؤلینو د کړنلارو، د اروپايي ټولني د غړو هیوادونو، دولتي بڼسټونو او نورو بانفوذه شخصیتونو د پریکړي په نتیجه کي رامنځته سوی دی.

د دغه رپوټ په دوام راغلي چي اروپايي ټولنه نه یوازي دا چي د پلټني او ژغورني رسمي پروگروام یې په ټپه درولی، بلکي ځینو غړو هیوادونو، د هغو مهاجرو د ژغورنې له پاره چي په خطر کي ول، د مرستندویه سازمانونو د هلو ځلو مخنیوی کړی. هغوی د دغو مرسته کوونکو کښتۍ درولي دي او د ځینو قضايي تعقیب یې پیل کړی دی.

Spanien Ungewisse Zukunft für minderjährige Migranten in Ceuta
انځور: Jan-Philipp Scholz/DW

مهاجرو د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسارۍ ته »په سمندر کي د بیرته ستنولو پیښو« خبر هم ورکړی دی. په دغه ځای کي د پناه غوښتونکو کښتۍ د غړو هیوادونو د هلیکوپترو په مرسته له نړیوالو اوبو څخه بیرته لیبیا ته گرځول سوي دي.

د نوموړي رپوټ په دوام چي د ۲۰۱۹ څخه د ۲۰۲۰م کال تر سپتمبر مياشتي پوري وضعيت بیانوي او له ۸۰ مهاجرو سره د مرکه کولو پر اساس لیکل سوی، راغلي دي چي په لیبیا کي د مسؤلینو ځیني اقدامات هم ددې سبب سوي دي چي د مهاجرو ژوند له خطر سره مخامخ سي.

په دې ډول ځیني وخت د ليبيا مامورینو خپلي کښتۍ د مهاجرو له کښتیو سره ټکر کړي او یا یې هم ډزي ورباندي کړي وي. له همدې کبله د مهاجرو کښتۍ ځیني وخت چپه کیږي او یا دا چي سپرلۍ یې ترې لویدلي وي. په ډیرو پیښو کي هغه مهاجر چي لیبیا ته بیرته استول کیږي له ناوړه استفادې او یا هم سخت چلند له خطر سره مخامخ وي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیسار، میشل باچله په لیبیا او اروپايي ټولنه کي په دې اړه د پلټني او ژغورني عملیاتو د قوانینو د ژر تر ژره اصلاحاتو غوښتنه کړې، تر څو ډاډ ترلاسه سي چي ټول اقدامات له نړیوالو قوانینو سره په مطابقت کي ترسره کیږي.

هغه وویل چي واقعي تراژیدي داده چي په ډیریو پیښو کي د مدیترانې د سمندر په منځ کي د مهاجرو د مړیني، کړاوونو او ناورین مخنیوی کیدای سي، خو کار ورته کار نه کیږي.

GP/NZ (Reuters)