1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کی د ملگرو ملتو مرستې بسنه نه کوي

۱۴۰۳ مرداد ۱۷, چهارشنبه

د خوړو نړیوال سازمان د پیسو د کمښت له امله په افغانستان کې نور نه سي کولای له سلونو زرو میندوارو ښځو سره د لازمو خوراکي توکو په رسولو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4jBnW
Pressefoto 2022 Afghanistan Humanitarian Response Plan
انځور: © WFP/Marco Di Lauro

 د ملگرو ملتونو سازمان د سه شنبې په ورځ ( اگست ۶مه ۲۰۲۴) په برلین کی د (epd) رسنۍ ته وویل، که څه هم د روان کال په ترڅ کی ۱،۶ میلیونو میندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو ځانگړي مغذي خوراکي مواد ترلاسه کړي دي، خو بیا هم مرستندویه توکي کافي نه ول چې د روان کال په دوبي کې ۶۰۰ زره میندوارو ښځو ته دغه ډول مرستې ورسیږي. 

په برلین کې د خوړو د نړیوال سازمان د دفتر مرستیالې مدیرې، زیگرید میولر وویل: «په افغانستان کې د ډیری میندوارو او شیدو ورکوونکو ښځو له پاره د ملگرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان له خوا خوراکي مرستې، د ژغورنې یوازینۍ لار ده چې تر څو ښځې له لوږې  او بې وزلۍ سره د لا ډیر مخامخیدو مخنیوی وکړی.»

د طالبانو سفير په چین کې ښځینه زده کوونکې تشويق کړي

درې کاله مخکي واک ته د طالبانو  له رسیدو راهیسې، د خوړو نړیوال سازمان  یا ډبلیو اف پي د خپلو شمیرو له مخې د خوراکي مرستو تر ټولو لوړه کچه رسولې ده او په دې ډول یې په ټول هیواد کې د لوږې له ناورین څخه مخنیوی کړی دی. »خو څرنگه چې د پیسو کمښت لیدل کیږي، نو په افغانستان کې د ښځو او کوچنیانو له پاره د ژغورنې لار وار په وار بې ثباته کیږي.« که بشري مرستې په همدې ډول له خنډ سره مخامخ وي، نو وروستي بریالیتوبونه به هم د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ سي.

په افغانستان  کی د ۲۰۲۱ کال له اگست راهیسې طالبان  واکمن دي. له هغه مهال راهیسي مرسته  کوونکو هیوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې په ښکاره ډول راکمې کړي دي. د دغه هیواد تقریباً ټول نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د شمیرو له مخې د افغانستان د شاوخوا، ۴۴ میلیونو نفوس څخه، څه د پاسه نیمایی برخه یې د ژوندي پاته کیدو له پاره مرستندویه توکو او بشري مرستو ته اړتیا لري.

GP/AH/AG