1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاریتاس: ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي

۱۴۰۳ خرداد ۸, سه‌شنبه

د کاريتاس مرستندويه ټولنې په افغانستان کې د خلکو د وضعيت په اړه انديښنه ښوولې ده او ويلي یې دي چې په دغه هېواد کې شا او خوا ۲۳ ميليونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4gMOb
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

د کاريتاس مرستندويه تولنې په حواله په افغانستان کې په دويم ځل د طالبانو تر واکمنېدو شا او خوا درې کاله وروسته هم د خلکو وضعيت د انديښنې وړ دی. د «کاریتاس انترنشنل» مرستندویی ټولنی مشر اولیور میولر، د «Herder-Korrespondenz» د مجلې «د جون د میاشتي له گڼې» سره په يوه مرکه کې وویل:«بشری حالت لا هم حساس دی.»  

میولر ټینگار وکړ:«شاوخوا ۲۳ میلیونه انسانان، يعني د اولس نیمايي برخه له لوږې سره مخامخ ده.« واک ته د طالبانو رسیدل ددې سبب سول چې تر لسیزو کورنۍ جگړو او بې شمیرو طبیعي ناورینونو وروسته د هیواد اقتصادي شاته تگ لاپسې گړندی سي.»

د وسله والو جگړو له پای ته رسیدو راهیسي که څه هم امنیتي حالت یو څه ښه سوی، خو د میولر، په خبره «بشري حالت لا پسې خراب سوی دی، په تیره بیا د نژادي اقلیتونو لکه هزاره گانو او همدارنگه ښځو او نجونو له پاره. « پر ښځو باندي پوهنتون ته پر تگ او له مرستندویه ټولنو سره پر کار کولو بندیز لگول سوی دی.»

ميولر، وویل که څه هم چې مرستندویه ټولنې کولای سي په افغانستان کی فعاله پاته سي خو د شرایطو پر چوکاټ باید له نوي سره خبري اترې وسي. د نوموړي په خبره دا کار که څه هم ډیر ستونزمن دی خو په ځینو برخو کې یې امکان موجود دی. خو بیا هم د کاریتاس په برخه کې د گډ کار له پاره په یقین سره «سرې کرښې»موجودي دي. هغه زياته کړه: « که داسي امکانات نور موجود نه وي چی ښځي له موږ سره او موږ د ښځو له پاره کار وکړای شو، نو مجبوريرو  چې خپلی مرستې بندي کړو.» د نوموړي په خبره دا کار په ځینو ولایتونو کې مخکې لا ترسره سوی دی.

کاريتاس انترنيشنل مرستندويه ټولنې مشر اوليور ميولر
کاريتاس انترنيشنل مرستندويه ټولنې مشر اوليور ميولرانځور: Philipp von Ditfurth/picture alliance/dpa

میولر په دې هکله چې د هغو ځايي کارکوونکو له برخلیک سره څه سوي چې مخکې یې له آلمان او یا هم امریکا متحده ایالاتو سره گډ کار کړی وو، وویل:« موږ یوازي د خپلو کارکوونکو په هکله ویلای سو چې د ۲۰۲۱ کال تر اگست پوري یې زموږ د کابل په دفتر کې کار راسره کړی وو. هر یو دغه همکار چې غوښتل یې افغانستان پریږدي، په دې ترڅ کی له هیواده وتلي او په آلمان کې منل سوي دي.» تقریباً د ټولو له پاره په آلمان کې عادت کول یوه ستونزمنه لار ده خو د مایوسۍ خبره داده چې په ډیریو مواردو کې د دغو کسانو مسلکي وړتیاوي په رسمیت نه پیژندل کیږي.

ایا را روان کال به افغانستان له اقتصادي بحرانه ووځي؟

GP/BS/AG