1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

۱۴۰۲ شهریور ۱۵, چهارشنبه

ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو له صندوق څخه د افغانستان په ګډون ۱۴ هېوادونو ته ۱۲۵میلیونه ډالر ځانګړي کړي او په وینا یې اړتیاوې ډېرې شوې دي.

https://p.dw.com/p/4W0a7
افغانستان: د ډوډۍ ویش
افغانستان: د ډوډۍ ویش انځور: Ali Khara/REUTERS

افغانستان او یمن د دغه نوملړ په سر کې دي او د دغو دوو هېوادونو هر یوه ته ۲۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي. د بورکینا فاسو او میانمار هیوادونو د هر یو له پاره ۹ میلیونه ډالر او د مالي، هایتي او وینزویلا هیوادونو له پاره ۸ میلیونه نه ډالر په پام کې نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو له صندوق څخه افریقا جمهوریت او موزمبیق هیوادونو له پاره ۶،۵ میلیونه ډالر، د کامرون او فلسطیني سیمو له پاره ۶ میلیونه ډالر او د مالاوي له پاره بیا ۴ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

دغه صندوق ۸ میلیونه ډالره په بنګله دیش کې د کډوالو او شپږ میلیونه ډالر په یوګانډا کې د کډوالو له پاره ځانګړي کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو مشر مارتین ګریفیتس وویل: "دا یو ظالمانه حقیقت دی چې زیات شمیر بشري عملیات او مرستندویه ادارې کمه بودجه لري، په داسې حال کې چې ]د خلکو د اړتیاوو[ د زیاتیدو په صورت کې باید خپل فعالیتونه زیات کړي.«

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د مرستو د کمښت له امله د ښځو او ماشومانو په څیر آسیب پذیره خلک اغیزمن کیږي.

مارتین ګریفیتس وویل چې د نوې بودجې ځانګړي کول کولای شي ځینې تشې ډکې کړي او د ډیر شمیر مرسته کوونکو د سخاوت په مرسته د یو شمیر خلکو ژوند وژغورل شي: »خو موږ اړتیا لرو چې انفرادي مرسته کوونکي هم ګام واخلي. دا صندوق د ټولو او د هرچا لپاره دی.«

ملګرو ملتونو سږ کال د جګړې، اقلیمي بدلون، طبیعي پېښو، د ناروغیو خپرېدو، بې ځایه شویو کسانو او نورو کړکیچونو له امله له ۲۵۰ میلیونو زیانمنو شویو خلکو سره د ۵۵ میلیاردو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. خو تر اوسه یوازې شاوخوا ۱۶ میلیارده ډالر، چې د اړتیا وړ بودیجې له ۳۰ سلنې څخه کم دي، ورکړل شوي دي.

د دې ۱۲۵ میلیونو ډالرو په ځانګړې کولو سره، په روان کال کې د مرکزي بیړنیو مرستو له صندوق څخه د بودیجې له کمښت سره مخامخ پروګرامونو ته ځانګړې شوې ټولې پیسې ۲۷۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي چې د دغه صندوق له جوړېدو راهیسې تر ټولو زیاتې پیسې دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو دفتر ویلي چې دا د بشري اړتیاوو چټک زیاتوالی ښيې او دا حقیقت هم منعکس کوي چې منظمي مالي مرستې شتون نه لري.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق وايي، که مرستندویان د دغه سازمان د غوښتنې له مخې ۳۹ میلیارده ډالره مرسته ونه کړي، سږ کال به په میلیونونه خلک له لوږې سره مخ شي.

هغه د سه شنبې په ورځ د خوړو د نړیوال پروګرام اعلان ته په اشارې سره وویل چې دغه سازمان د بودیجې د نشتوالي له امله په روانه میاشت کې په افغانستان کې له لوږې سره مخامخ دوه میلیونه کسانو ته د خوراکي توکو د ویش کمولو ته اړ شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې به دغه سازمان یوازې درې میلیونو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي. په روم کې میشت دغه سازمان ویلي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د ۲۱ میلیونو اړمنو کسانو له پاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.