1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د زلزلې په سيمه کې د لټون عمليات پای ته رسولي

۱۴۰۱ تیر ۳, جمعه

د يوه طالب چارواکي په حواله د افغانستان په ختیځ کې په خونړۍ زلزله کې په ژوندي پاته شويو پسې د لټون عمليات پای ته رسېدلي دي. په دې منځ کې هند افغانستان ته د زلزله ځپلو سره د مرستو د همغږي کولو په موخه يوه ډله استولې ده.

https://p.dw.com/p/4DBGV
Afghanistan
انځور: Bakhtar News Agency/AP/picture alliance

د طالبانو د حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وياند محمد نسيم حقاني، د جمعې په ورځ رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې په دې زلزله کې د دوو زرو په شا او خوا کې کسان ټپيان شوي او لس زره کورونه قسماً او يا په بشپړه توګه ړنګ شوي دي.

حقاني وویل: «د لټون عمليات پای ته رسېدلي دي. ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰۰ کسان، ځيني یې سرسري او ځيني جدي ټپيان شوي دي.» خو د طالبانو دې چارواکي تر ۴۸ ساعته لټون وروسته د دې عملياتو د درولو د علت په اړه څه ونه ويل. په عمومي توګه له زلزلې څخه په ژونديو پاتو شويو پسې د لټون عمليات ډېره موده روان وي.

د طالبانو تر کنترول لاندې دولتي رسنیو بيا د ۱۱۵۰ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د مواصلاتي اړيکو د ضعيفوالي او د مناسبو سړکونو د نه شتون له کبله د مرستې رسونې هڅې له ستونزو سره مخامخ دي.

حقاني وويل چې افغانستان د ټپيانو د درملنې له پاره کافي امکانات نه لري: «د روغتيا وزارت په کافي اندازه دارو درمل نه لري. موږ طبي او نورو اړينو توکو ته اړتيا لرو ځکه چې دا يو ستر ناورين دی.»

د ژغورنې او زلزله ځپلو ته د مرستې د رسولو عمليات د طالبانو له پاره چې د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې د امريکا او نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته واک ته ورسېدل، يوه ستره آزموينه ده.

افغانستان له هغه وخت راهيسې له منزوي دی او پر طالبانو د لګول شويو بندیزونو له کبله پرې نړيوالې مرستې قطع شوي دي.

جاپان، جنوبي کوريا، تايوان او متحده عربي اماراتو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره به مرسته وکړي. آلمان هم له افغانستان سره د مرستې اعلان کړی او له پاکستان او ايران څخه هم مرستندويه توکي لا دمخه ور رسېدلي دي.

Afghanistan Erdbeben | Hilfslieferungen aus Pakistan startet in Islamabad
له پاکستان څخه په مرستو بار لارۍ د پنجنشبې په ورځ افغانستان ته ورسېدلېانځور: National Disaster Management Authority/AP/picture alliance

هند هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې بیړنۍ مرستې او له زلزله ځپلو سره بشري مرستو د همغږي کولو له پاره یې يوه تخنيکي ډله کابل ته لېږلې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دا ډله په کابل کې د هند د سفارت په ودانۍ کې ځای پر ځای شوې ده. دا سفارت واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې خالي وه.

په نوي ډيلي کې حکومت ویلي دي چې په دوو الوتکو کې یې ۲۸ ټنه اړين توکي کابل ته انتقال کړي دي چې خيمې، کمپلې او توشکونه پکې هم شامل دي.

د رويترز خبري آژانس په حواله تایوان هم په دې منځ کې له افغان زلزله ځپلو سره د يو ميليون ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د تایوان حکومت د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې دا ګام یې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه ټولنو له خوا د مرستې د غوښتنې په غبرګون کې پورته کړی دی.

تايوان که څه هم چې د چين د فشار له کبله چې دغه هيواد ته د خپل ملکيت په سترګه ګوري، د ملګرو ملتونو غړيتوب نه لري، خو تل یې نړيوالې ټولنې سره د مرستې په برخه کې ځان د يوه ليوال غړي په توګه ثابت کړی دی.

چين هم ويلي دي چې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دی، خو تر اوسه یې په دې اړه نور جزيات نه دي په ډاګه کړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP)