1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاهيبت الله: پر موږ فشار نړۍ ته ګټه نه لري

۱۴۰۱ بهمن ۱۴, جمعه

په داسې حال کې چې نړېواله ټولنه او ملګري ملتونه هڅه کوي تر څو طالب چارواکي قانع کړي چې د ښځو پر تحصيل او کار ممنوعیتونه لري کړي، د طالبانو رهبر، ملا هيبت الله آخوندزاده ويلي دي چې «پر موږ د دوی فشارونه کومه ګټه نه کوي.»

https://p.dw.com/p/4N4dp
Afghanistan Emir der Taliban Mawlawi Hibatullah Akhundzada
انځور: CPA Media Co. Ltd/picture alliance

د طالبانو ویاند، ذبيح الله مجاهد، د یوې اعلامېې په خپرولو سره ويلي دي چې د طالبانو رهبر ملاهيبت الله آخوندزاده د طالبانو د قول اردوګانو له قوماندانو سره کتلي دي.

د دغې اعلامېې پر اساس، ملا هيبت الله ویلي دي چې سربېره پر دې چې په افغانستان کې د نړۍ تر پنځوسو ډيرو هیوادونو پوځي حضور درلود «افغانانو دوی ته سر ټيټ نه کړ» او هغوی ته ېې ماتې ورکړه نو اوس هم «پر موږ د دوی فشارونه کومه ګټه نه کوي، بلکې د لا بې باورۍ سبب ګرځي.»

په اعلاميه کې راغلي دي چې د طالبانو رهبر د قول اردو قوماندانانو ته د «...نظام د استحکام او د شرعي احکامو د عملي کولو اړوند لازم هدایات ورکړل.»

«د طالبانو په رسميت پېژندل د ميز پر سر نه دي»

د طالبانو رهبر ټینګار کړی دی چې د «افغانستان خلک اسلامي نظام غواړي او سيکولريزم نه غواړي.» په اعلاميه کې د هغه له قوله زیاته شوې ده چې که د افغانستان خلکو سيکولریزم غوښته، نو هغوی به په دې شلو کلونو کې «زموږ ځاني او مالي ملاتړ نه کاوه.» د اعلامېې مطابق، آخوندزاده خبرداری ورکړی دی چې که چېرته د دوی کارونه هم د تير نظام په څیر وي نو ولس به ېې پر ضد راپورته شي.

دا څوم ځل دی چې د طالبانو ویاند، د دوی له جنګيالیو سره د ملا هيبت الله آخوندزاده له ملاقاتونو څخه خبر ورکوي، خو تر اوسه ېې د هغه هيڅ انځور یا د هغه د ویناو او ملاقاتونو هيڅ ويډیو خپره کړې نه ده.

په افغانستان کي د مرستو د ليږد په اړه اندېښنې

د طالبانو د رهبر دغه څرګندونې ظاهراً د نړېوالې ټولنې د نیوکو په ځواب کې دي کومې ېې چې د طالبانو د وروستیو تصميمونو، په ځانګړې توګه د ښځو د تحصيل او په غیردولتي موسساتو کې د کار د ممنوعیتونو په اړه کړي دي.

تر څنګ د دې چې یو شمیر مرستندوی سازمانونو خپل کارونه ځنډولي، امریکا متحده ایالاتو د طالبانو پر یو شمیر برحاله او پخوانيو چارواکو باندې د ویزو محدوديتونه هم لګولي دي.

امریکا پر طالبانو د ویزو نوي بندیزونه ولګول

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې بيا پر افغانستان واکمن شول. دوی له هغه وخت راهیسې ښځې له ټولنیز او عامه ژوند څخه تر ډيره بريده حذفې کړي دي. د طالبانو د فرمانونو پر اساس، ښځې په افغانستان کې د عامه خدماتو په ادارو کې له کار کولو او په متوسطه ښونځيو، لیسو او پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې شوي او له نارینه محرم پرته سفر او تفريحي پارکونو ته د تلو اجازه نه لري.

د طالبانو له واکمنۍ څخه شاوخوا یونيم کال تیريږي، خو تر اوسه پوري يوه هيواد هم په رسمیت نه دي پيژندلي. د دې احتمال شته چې دغه ډله پر ښځو د پر له پسې لګول شوو محدودیتونو او د بشري حقونو د نه رعایت په نتیجه کې لا ډيره په انزوا کې واقع شي.

دويچه ویله د/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب