1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر طالبانو د ویزو نوي بندیزونه ولګول

۱۴۰۱ بهمن ۱۳, پنجشنبه

امریکا د طالبانو پر اوسنیو او پخوانیو غړو د ویزو نوي محدودیتونه لګولي او ویلي یې دي چې د دې اقدام لامل د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او زده کړو لګول سوي بندیزونه دي.

https://p.dw.com/p/4N0f2
US EU Handel TTC Washington
انځور: Saul Loeb/AP/picture alliance

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د طالبانو له خوا د ښځو پر تعلیم او کار د بندیز په غبرګون کې د چهارشنبې په ورځ د دغې ډلې پر وړاندې د ویزو نوي محدودیتونه اعلان کړل.

بلینکن په یوه بیان کې وویل: «زه نن د طالبانو پر مشخصو اوسنیو او پخوانیو غړو، د غیر دولتي امنیتي ډلو پر غړو او نورو هغو کسانو باندې د ویزې محدودیتونه لګوم چې د افغان ښځو په سرکوبولو کې مسؤل او یا هم دخیل دي.»

اړوند:له افغانستان سره د مرستو بندولو په اړه د آلمان پارلمان د غړي خبرداری

هغه زیاته کړه چې د طالبانو په ظالمانه اقداماتو کې «پوهنتونونو ته د ښځو له تګ او په غیر دولتي ادارو کې د کار کولو منع کول شامل دي.»

د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت د دغو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو زیاته یې کړه چې د دغو کسانو د کورنۍ نږدې غړي هم د ویزې په دغه بندیز کې شامل دي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته له ستنېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې پر ښځو سخت بندیزونه ولګول.

د طالبانو یوغړی عباس ستانګزی
د طالبانو یوغړی عباس ستانګزیانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

 د نورو شیانو تر څنګ، په دې هیواد کې ښځې د عامه خدماتو په دفترونو کې د کار کولو، ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو او تفریحي پارکونو ته له تګه منع دي.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر مياشتي په پای کې طالبانو په نادولتي موسساتو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې له امله یې د ځینو موسسو فعالیتونه وځنډول او یا هم د ځینو موسساتو کارونه کم سول.

اړوند:یوناما: د طالبانو وروستی حکم پر ناسم لوري یو بل ګام دی

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په دغه  خبرپاڼه کې راغلي دي: «په دې پریکړو سره طالبانو یو ځل بیا د افغانانو د هوساینې په اړه خپله بې غوري څرګنده کړه.»

د ښخو محوه کول امکان نه لري

په همدې حال کې انتوني بلینکن زیاته کړه چې واشنګټن له خپلو متحدینو سره په همږغۍ خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې «طالبانو ته دا روښانه کړي چې د دوی کړنې د پام وړ لګښت لري او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو لارې بندوي.»

اړوند:«په افغانستان کي ټوله ښځي د تعقیب له خطر سره مخامخي دي»

nw/af (AFP)