1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معصومه عليزاده: په اولمپيک لوبو کې به د ټولو مهاجرو غږ واوسم

۱۴۰۳ تیر ۵, سه‌شنبه

معصومه عليزاده، په دې «وياړي» چې په پاريس کې د اولمپيک په لوبو کې د پناه غوښتونکو د ډلې د مشرې په توګه د ټولو هغو کسانو استازيتوب کوي چې «د خپلو هېوادونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.»

https://p.dw.com/p/4hTI1
معصومه عليزاده، په پاريس کې د اولمپيک په لوبو کې د مهاجرو د ډلۍ مشري کوي
معصومه عليزاده، په پاريس کې د اولمپيک په لوبو کې د مهاجرو د ډلۍ مشري کويانځور: Fabrice Coffrini/AFP

دا ۲۸ کلنه افغان ورزشکاره چې په ۲۰۲۰م کال کي په توکيو کې د اولمپیک لوبو د باېسکل چلوونې په رشته کې د پناه غوښتونکو د ډلې برخه وه، دا ځل په مديريتي برخه کې په پاريس کې د اولمپیک په لوبو کې ګډون کوي او «د نړۍ د ۱۲۰ ميليونو بې ځايه شويو ويانده» به وي.

معصومه عليزاده، په پاريس کې د اولمپيک په لوبو کې چې د جولای له ۲۶ څخه د اګست تر ۱۱ نټيې پورې کیږي، د ۱۱ هېوادونو څخه د ۳۶ مهاجر ورزشکارانو مسئوليت پر غاړه لري چې په ۱۲ سپورتي رشتو کې سيالي کوي.

نوموړې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا ستر وياړ دی چې له دې ځانګړي ټيم او خلکو د منفردې ډلې استازيتوب کوم چې له خپلو هېوادونو تېښتې ته مجبور شوي دي.»

معصومه، په دې تيرو اتو کلونو کې چې په فرانسه کې ژوند کوي، ډېرې لاسته راوړنې درلودلي دي. نوموړې چې په پېل کې یې د ویزې غوښتنليک رد شوی وو، په فرانسه کې د پناه په اخيستو وتوانيدله او د فرانسې په ليل پوهنتون کې یې د انجينرۍ په برخه کې ماستري وکړه.

نوموړې د مهاجرت له ژوند سره بلده ده. هغه له دوه کلنې تر لس کلنې په ايران کې مهاجره وه او بيا وروسته افغانستان ته ستنه شوه. هغه وايي: «زه پوهيږم چې مهاجر کيدل څه ته وایي.»

دا افغان ورزشکاره مهاجره زياتوي: «ما ډېرې بدې تجربې وکړې چې له کبله مې تعجب کاوه چې آيا کله به له درناوي سره مخامخ شم او دې [بدو تجربو] مې د راتلونکي په اړه ډېرې پوښتنې راپيدا کړې وې.»

د ویلچر باسکټبال د یوې پیاوړې لوبغاړې د ژوند تریخ داستان

معصومه، په دې خبره قانع ده چې په افغانستان کې د میشتو ښځينه ورزش کوونکو په پرتله په ښه موقعيت کې ده. نوموړې له احساساتو په ډکه لهجه وويل: «زه چې کله په فرانسه کې خپل وضعیت، يعني هغه ځای چې زه پکې يوازې ژوند او سفر کولی شم، په افغانستان کې د ښځو له وضعيت سره پرتله کوم ..... نو خواشينې او مایوسه کيږم چې د هغوی له پاره هیڅ هم نه شم کولی.»

له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، له اسلامي شريعت څخه د خپل تعبير په عملي کولو سره یې د ښځو حقونو په شديده توګه محدود کړي دي.

ښځې په عمل کې له ورزش څخه منع شوي او پر دې سربيره عامه پارکونو او ورزشي کلبونو ته هم لاس رسی نه لري او د کار او زده کړو په برخه کې پرې هم محدوديتونه او بندیزونه وضع شوي دي.

معصومه علیزاده د ساېکل چلوونې د برخې ورزشکاره ده
معصومه علیزاده د ساېکل چلوونې د برخې ورزشکاره دهانځور: Fabrice Coffrini/AFP

خو پر دې سربیره هم د اولمپيک د نړيوالې کميټې او د افغانستان د اولمپيک د ملي کميټې ترمنځ له مذاکراتو وروسته د دريو ښځينه او دريو نارينه ورزشکارانو يوه ډله د ۲۰۲۴م کال د المپيک سيالۍ چي په پاريس کې دي، د افغانستان استازيتوب کوي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د يوه ورزش کوونکي پرته به د دغه ډلې ټول غړي له خارج څخه د افغانستان په استازيتوب په دې اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي.

معصومه عليزاده په دې اړه وويل: «زه ډېره خوښه يم چې درې افغان ښځې [په اولمپيک کې] ګډون کوي او د نارينه وو سره به مساوي وي.» هغې زياته کړه چې د دې ورزشکارانو سياليو ليدو ته به ورځي او هغوی به تشويقوي.

معصومه علیزاده وايي چې له ايرانه بيرته خپل وطن ته تر ستنېدو وروسته به چې کله پر باېسکل دباندې وتله نو د خلکو له خوا به ورسره ناوړه چلن کيده او سپکي سپورې به ورته ويل کيدې.

هغه وايي چې کله به مې په کابل کې باېسکل چلوی نو خلکو به د ډبرو ګوزارونه راباندې کول او توهين کولم به یې، خو دې چلن مې انګیزه نوره هم پياوړې کړه او وتوانيدلم چې په ۱۶ کلنې کې ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړم.

نوموړې وويل: «زه په ډېره نا امنۍ او نا برابرۍ کې را ستره شوې يم. په ويره کې مې ژوند کړی، خو کله چې به پر ساېکل سپره وم، د آزادۍ احساس مې کاوه. ستونزې مې هیرولې.»

معصومه علیزاده، چې د افغانستان د ټولنې د محافظه پالو عناصرو د ناخوالو له کبله د خپل هېواد پريښودو ته اړ شوې ده، وايي: «په داسې حال کې چې په افغانستان کې يو شمير خلک فکر کوي چې ښځې د ځينو ځانګړو کارونو جوګه نه دي، ما د ځواکمن کيدو احساس درلود.»

معصومه علیزاده ژمنه ده چې ورزش ته به ادامه ورکوي: «سړی بايد د خپلو خوبونو د رښتيا کولو له پاره سخت کار وکړي. ما بايد د يوه فرانسوي محصل په پرتله درې چنده ډېر زيار ايستلی وای: د ژبې په زده کولو، د پوهنتون په درس او ورزش کې.»

نوموړې په دې باور لري چې د توکيو په اولمپيک سياليو کې یې خوبونه په حقيقت بدل شوي. نوموړې چې د باېسکل چلوونې د «تايم ترايل» په سيالۍ کې یې وروستۍ مقام خپل کړی وو، وايي: «زما خوبونه هغه وخت رښتيا شول چې خلکو زما د نوم په اخيستو زه تشويق کړم .... تر هغه وروسته مې له ځانه سره وويل چې د هر خوب عملي کول امکان لري ځکه چې زه هلته وم.»

ب. ص/ ن .ز (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل