1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو واکمني؛ ورزشکارو ښځو هیلې له لاسه ورکړي

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

نورا داسې هوډ کړي وو چې د خپلې کورنۍ د مخالفت سره سره به کلونه کلونه خپل ورزش ته دوام ورکړي، د مور وهل او د ګاونډیانو مسخره کول هیڅکله هغه د خپلې خوښې له ورزش څخه لاس په سر نه کړه.

https://p.dw.com/p/4M1QP
Afghanistan | Taliban verbieten Frauen im Sport
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

خو دغي ۲۰ کلنې افغانې د طالبانو له بندیزونو سره مبارزه نسوای کولای، نورا او نورو ښځو وویل چې دغه ډلې یوازې د ښځو او نجونو له پاره ټول ورزشونه منع کړي دی، هغه ښځي چې مخکي یې ورزش کاوه اوس ویریږي، ازار او اذیت کیږي. ښځې حتی شخصي تمرینونو ته د ویري له امله هم نسې تلی.

نورا وایې د هغې ارمانونه له منځه تللي دي، هغې وویل: «زه نور هغه پخوانی شخص نه یم. کله چې طالبان راغلل، زه د مرګ احساس کوم.»

ځينو ښځو چې یو وخت یې په بېلابېلو برخو کې ورزش کاوه اسوشیېتیډ پریس خبري آژانس ته وویل چې طالبانو دوی ته مخامخ او د ټلیفون له لارې خبرداری ورکړی دی چې نور ورزش وه نه کړي.

په افغانستان کې ښځې سپورتي کلبونو ته له تلو څخه منع سوي

دغو ښځو د طالبانو د ګواښونو سره او ویري له امله د خپل نوم نه ښودلو په شرط ياد خبري آژانس ته معلومات ورکړي دي.

دغو ښځو د اسوشېتید پریس د کامره مین مخې ته د خپلې خوښې ورزشې سامان الاتو سره راڅرګندي سوې. هغوی  چې خپل مخ او بدن یې په چادریو کې پوښلی وو یواځې یې سترګې د چادریو د سوریو له لاري لیدل کیدي.

افغانستان : د طالبانو په حکومت کې د ورزشکارانو ژوند
افغانستان : د طالبانو په حکومت کې د ورزشکارانو ژوند انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

ښځې او نجونې له ورزش څخه منع کول د طالبانو د کمپاین هغه برخه بلل سوې ده چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو ژوند محدود کوي.

دغې ډلې منځنیو ښوونځیو ته د نجونو تګ هم منع کړی. دې ډلي تیره میاشت په پوهنتونونو کې د ښځو حضور هم منع کړ.

طالبانو له ښځو څخه په عامه ځایونو کې د مخ پټیدوغوښتنه کړې او ښځې یې پارکونو او لوبغالو ته له تګ څخه هم منع کړي دي.

دغي ډلې پر ښځو دومره ساحه تنګه کړې ده چې ان دوي د کوره بهر کار نسې کولای او په دې وروستیو کې یې په غیري دولتي موسساتو کي هم د ښځو پر کارکولو بنديز لګلولی دی.

له هغه مخکې چې طالبان واک ته ورسیږي دوی د افغانستان په ځينو سیمو کې د ښځو د ورزش مخالفت کاوه او دا یې په ټولنه کې بې حیایې ته ورته باله.رپوټ: طالبان د ښځو ورزش منع کوي

د پخواني حکومت پرمهال ښځي او نجوني ښوونځیو ته تللې، په ورزشې لوبغالو او لوبو کې يې حضور لاره او حکومت يې ملاتړ کاوه.

د طالبانو د اولمپیک کمېټې ویاند اتل مشواڼی وايي چې دوی هڅه کوي ترڅو پوري د ښځو د ورزش له پاره یوه جلا ودانۍ پیدا او هغوی دلته خپل ورزش پیل کړي. خو هغه هیڅ وخت مشخص نه کړ، او ویې ویل چې د دې کار له پاره بودجې ته اړتیا شته.

د طالبانو چارواکو په وار وار همدي ته ورته ژمنې کړي دي او وايي چې دوی به د شپږم ټولګی څخه پورته نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي او ښوونځیو ته به ستانې سي، خو تر اوسه یې هیڅ هم نه دي کړي.

افغانستان : د طالبانو په حکومت کې د ورزشکارانو ژوند
افغانستان : د طالبانو په حکومت کې د ورزشکارانو ژوند انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

نورا د خپل ژوند په اوږدو کې د سپورت کولو پرمهال له مقاومت سره مخ سوې ده. هغه له خپل مور او پلار سره یوځای له ولایت څخه کابل ته راغلې او د کابل په یوه غریبه سیمه کې ژوند کوي او په پیل کې یې له ځايي هلکانو سره په کوڅه کې د فوټبال لوبه پیل کړه. کله چې هغه نهه کلنه سوه، د یوه روزونکي په هڅونه د ځوانو نجونو په لوبډله کې شامله کړل شوه.

هغي دا راز له خپل پلار څخه پرته بل له هر چا څخه پټ کړ. کله چې هغه ۱۳ کلنه وه، د خپل عمر د فوټبال د غوري لوبغاړي لقب يې هم ترلاسه کړ چې نوم او انځور یې په تلويزيون کي خپاره شول.

هغې زیاته کړه: «په ټوله نړۍ کې کله چې یوه نجلۍ مشهوره سي او د هغې انځورونه په تلویزیون کې وښودل سي، دا تر ټولو غوره ورځ او د خوشالۍ ډېرښت دی، خو زما له پاره دا یوه ډېره ترخه ورځ او د یوي ناوړي ورځې پیل وو.»

مور یې په غوسه شوه او هغه یې ووهله چیغې یې ورته ووهلې چې ته د فوټبال کولو لوبې اجازه نه لرې. خو هغې په پټه سره لوبې کولو ته ادامه ورکړه، خو کله چې د هغې ټیم یو ملې لوبې ته لاره پیدا کړه، یوځل بیا هغه افشا سوله او انځورونه یې په ورځپاڼو کې چاپ سول. مور یې هغه بیا ووهله.

په هر صورت، هغه په پټه د جایزې مراسمو ته ولاړل. هغې پر سټیج باندې اوښکې توي کړې. هغې وویل: «زه یوازې پوهېدم چې زه د یواځې والی او سخت ژوند له امله ژاړم.»

هغه وروسته پوه سوله چې مور یې د هغې د فوټبال کالې  او بوټونو ته اور اچولی او سوځولې یې دي.

طالبانو په غزني کې د ښځو پارک په نظامي مرکز بدل کړی

نورا فوټبال پرېښود، خو سوک وهلو ته یې مخه کړه. مور یې په پای کې تسلیم سوه او په دې حقیقت پوه سوه چې هغه نسی کولای هغه له تمرین څخه منع کړي.

افغانستان : د طالبانو په حکومت کې د ورزشکارانو ژوند
افغانستان : د طالبانو په حکومت کې د ورزشکارانو ژوند انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

هغې وویل، هغه ورځ چې طالبان کابل ته راغلل، ښوونکی یې مور ته زنګ وهلې وو او ورته ویلې یې ول، نورا باید هوایی ډګر ته ولاړه سي او له هېواده څخه ووځې.

مور یې دغه پیغام هغې ته وه نه وایه ځکه هغې نه غوښتل چې نورا خپل هیواد پریږدي. کله چې هغه د دي پیغام څخه خبره سوله نو وه پوهیدله چې اوس ناوخته دی. هغې خپل د لاس رګونه پرې کړل او له ژوبل کیدو سره نوموړي روغتون ته ورسول سوه. هغې وویل: «نړۍ زما د سترګو په وړاندې تیاره سوه.»

درې میاشتې وروسته یو کس چې خپل ځان یې د طالبانو غړی معرفې کړی، د هغې کورنۍ ته زنګ وواهه او هغوی ته یې ګواښ وکړ چې د هغې په یاد دي چې وه یې ویل: «تاسو ولې ورزش کوی؟ سپورت حرام دی.»

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله یو ځل بیا د لوبو ډګر ته ستنه شوې

هغه چې ډېره وېرېدلې وه، له کابل څخه ووتله او خپل د زېږېدو ټاټوبي ته ولاړه. په پای کې هغه له خپل ښار څخه کابل ته راستنه سوه او اوس په ویره کې ژوند کوي.

هغې وویل: «که څه هم زما ژوند ډېر سخت وو، خو زه باید پخپل ځان باوري اوسم او په دي پوهیږم چې پخپلو هڅو هرڅه چې وه غواړم کولاي یې سم.»

ژباړه :صفت الله زاهدي