1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان مرکزي بانک لس میليونه ډالر ليلاموي

۱۴۰۰ آبان ۲۴, دوشنبه

د افغانستان د مرکزي بانک له خوا ويل شوي چې لس ميليونه امريکايي ډالر به ليلام کړي. له دې ګام څخه موخه د افغانۍ د بیې ښه کول دي چې په دې وروستيو ورځو کې ډېره لوېدلې ده.

https://p.dw.com/p/431JO
Dollar, Schmuggel, zwischen Afghanistan und Iran
انځور: Tasnim

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د بهرنيو ځواکونو چټک وتلو د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ شو چې د بانکونو سیسټم له سخت فشار سره مخ شوی او د بانکونو د چلولو له پاره په اوونۍ کې د پېسو را ايستلو ته اندازه وټاکل شوه.

همداراز د افغانستان د مرکزي بانک د کابو ۹ ميليونو ډالرو په ارزښت شتمنۍ د امريکا متحده ایالاتو له خوا کنګل کړل شوې چې د هېواد د اقتصادي بحران د حل په موخه یې په وار وار د آزاديدو غوښتنه هم شوې ده.

د کابل د اسعارو په بازار سرای شهزاده کې د اسعارو د يوه سوداګر په حواله يو ډالر د ۹۳،۸۰ افغانو په بدل کې تبادله شوی دی. څلور ورځې تر مخه يو ډالر په ۹۱،۲۰ افغانو پلورل شوی وو.

د دوو لسیزو په اوږدو کې افغانۍ خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته لویدلې

د افغانستان مرکزي بانک په شرائطو پوره بانکونه او د بهرنيو اسعارو سوداګر د يوې ليلامۍ په موخه رابللي دي. ويل شوي چې ټولې موافقې داوطلبې بايد د ورځې په پای کې په بشپړه توګه سر ته رسيدلي او ادا شوي وي.

مرکزي بانک د يوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي: «موږ خپلو درنو هيوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د هيواد بانکي سيسټم به ډېر ژر فعاليت پيل کړي او دا چې د افغانۍ ثبات به پر ځای پاته وي.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: