1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانۍ خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړی

۱۴۰۰ آبان ۲۳, یکشنبه

د تیرو شلو کلونو په موده کې د افغانستان پولي واحد افغانۍ نن د ډالر په مقابل کې خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده. نن په افغانستان کې ډالر د ۹۵ افغانۍ په بدل کې تبادله شوی دی او په دې توګه افغانۍ ډیره لویدلې ده.

https://p.dw.com/p/42ynM
Afghanistan Falschgeld
انځور: AP

نن د یکشنبې په ورځ د کابل د اسعارو په بازار، سرای شهزاده کې یو امریکايي ډالر د ۹۵ افغانو په بدل کې تبادله شوی دی چې دا په تیرو ۲۰ کلونو کې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ تر ټولو ټیټ ارزښت دی. د همدې تیرې اونۍ په پای کې بیا ډالر د افغانۍ په مقابل کې په ۹۱،۵ افغانۍ تبادله کیدو.

په افغانستان کې د تیر حکومت تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته افغانۍ خپل ثبات له لاسه ورکړی دی. په ۲۰۰۲م کال کې، د نوي افغان حکومت تر جوړیدو وروسته هغه مهال چې افغانۍ په جرمني کې تر چاپ وروسته افغانستان ته ورکړل شوه، ارزښت یې د ډالر په مقابل کې ۴۳ افغانۍ وو.

د افغانستان تیر حکومت د افغانۍ د ارزښت ساتلو له پاره په دوامداره توګه ډالر د افغانستان بازار ته عرضه کول څو تقاضا یې مدیریت کړي او د افغانۍ بیه ثابته وساتي. واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، میلیونونه افغانان اوس بې کاره دي او د عاید سرچینې یې وچې شوي دي. له بلې خوا امریکا متحده ایالاتو بیا د افغانستان نیږدې ۱۰ میلیارده ډالر نغده سرمایه کنګل کړې.

دا هم په داسې حال کې چې نړیوالو خیریه سازمانانو او نړیوالې ټولنې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې هم ځنډولې چې له کبله یې افغانستان ته د بهرنیو اسعارو انتقال له ستونزو سره مخامخ شوی دی. د افغانستان بانکونه هم اوسمهال د نغدو پیسو له ستونزو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د افغانۍ د ارزښت په لویدو سره، په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم لوړیږي او د خراب اقتصاد او د ژمي په راتګ سره ښايي افغانان له لا پراخ ناورین سره مخامخ شي. ملګرو ملتونو بیا په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې که چیرته له افغانستان سره مرستې ونه شي، د دې هیواد نیږدې ۹۷ سلنه نفوس به بې وزلي او فقر وځپي.