1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

محکمه: ټرمپ اجازه لري چې د میشیګان لمړنیو ټاکنو ته نوماند شي

۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

د متحده ایالاتو د میشیګان ایالت استیناف محکمې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د نوماندۍ د مخنیوي غوښتنه رد کړه. په وروستیو کې د مينسوتا ایالت سترې محکمې هم ورته پریکړه کړې وه.

https://p.dw.com/p/4aExU
USA I Midterm 2022 I Donald Trump in Palm Beach
د امریکا پخوانی جمهور ریس ټرامپانځور: Joe Raedle/AFP/Getty Images

د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ مخالفین دا ځل په میشیګان ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په داخلي ټاکنو کې د نوماند په توګه د دغه سیاستوال د ګډون پر مخنیوي ناکام شول.

د میشیګان ایالت د استیناف محکمې د پرېکړې له مخې ټرمپ ته اجازه ورکړل شوې چې په دغه ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په لومړنیو ټاکنو کې برخه واخلي.

د دوو سیمیزو محکمو د مخالفي راېې وروسته، د میشیګان په ایالت کې د یو شمیر فعالانو لخوا دریمه هڅه هم ناکامه شوه.

د استیناف محکمې قاضیانو څرګنده کړې، چې د میشیګان ایالت د جمهوري غوښتونکي ګوند په لومړنیو ټاکنو کې د ټرمپ د ګډون مخنیوی نه کیږي.

محکمې څرګنده کړه، چې د لومړنیو ټاکنو د نوماندانو د نوملړ ټاکل د سیاسي ګوندونو او اړوندو نوماندانو په پرېکړې پورې اړه لري.

د ټرمپ سیاسي مخالفینو د اساسي قانون پر څوارلسمه ماده استناد کوي

هغوی په خپل شکایت کې د امریکا د اساسي قانون د څوارلسمې مادې یو بند را نقل کړی چې له مخې یې هغه څوک چې د امریکا پر ضد په بغاوت کې برخه اخلي یا یې ملاتړ کوي، هغه ته اجازه نه ورکول کیږي چې په فدرالي ډګر کې د یوه مقام لپاره ځان نوماند کړي.

خو د میشیګان د استیناف محکمې په دې اړه چې آیا د اساسي قانون دا ماده د ټرمپ په قضیه کې پلې کیږي کنه نظر نه دی څرګند کړی.

هاخوا د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر مخالفین په دې باور دي چې ټرمپ د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ پر شپږمه پر کانګریس د خپلو پلویانو د بغاوت په برخه کې لاس درلود نو ځکه خو باید اجازه ورنکړل شې چې په ټاکنو کې نوماند شي.

د مینسوتا ایالت د سترې محکمې لخوا ورته حکم

په وروستیو کې په یاده قضیه کې د امریکا د مینسوتا ایالت سترې محکمې هم د ۲۰۲۴ کال د لومړنیو ټاکنو څخه د ټرمپ د ایستلو د غوښتنې په اړه ورته پرېکړه کړې.

یادې محکمې په دې قضيه کې د ټاکنو د نوماندانو د نوملړ په چمتو کولو کې د سياسي ګوندونو مسئوليت ته په اشارې سره د خپلې رايې د باطلېدو لامل روښانه کړى وو.

د کارپوهانو په آند، تمه ده چې د دې موضوع په تړاو به وروستی تصمیم د امریکا د سترې محکمې له خوا ونیول شي.