1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او د امریکا د ټاکنو نوماندان

۱۳۹۹ آبان ۱۴, چهارشنبه

د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ او بایډن ترمنځ جدي سیالي روانه ده، خو په کابل کې کارپوهان د دواړو نوماندانو له احتمالي بریا بیلابیلې انګېرنې لري. ایا د ټرمپ او بایډن تګلارو کې افغانستان لپاره نوي څه شته؟

https://p.dw.com/p/3krdx
Kombobild | US-Wahlen 2020 - Donald Trump und Joe Biden
انځور: Jim Watson/AFP

د امریکا له ټاکنو وروستي رپوټونه وايي، چې تردې دمه د دیموګرات ګوند کاندید جوبایډن د ۲۳۸ الکټرول کالج رایو په خپلولو سره تر ولسمشر ټرمپ مخکې دی.

خو د امریکا په یوشمېر ایالاتونو کې د ولسمشر ټرمپ رایې ډېرې دي او وړاندوېنه داده چې که ددغو ایالاتونو رایې ډېرې شي نو ښايي د نوموړي رایې له ۲۸۰ هم پورته شي.

د امریکا د ټاکنو د قانون پر بنسټ، ګټونکی کاندېد باید ۲۷۰ الکټرول کالج رایې وګټي.

افغان کارپوهان څه وايي؟

سره له دې چې په کابل کې د چارو کتونکي له ټرمپ او بایډن د هر یو بریا افغانستان لپاره چاندانې اغیزمنه نه بولي، خو وايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه یو یې هم کوټلی او واضح دریځ نه لري.

بایډن او افغانستان لپاره د لومړني بن کنفرانس طرحه

د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو د یووالي کمېسیون مشر محمد ابراهیم رحیمي دویچه ویله ته وویل، په ملګرو ملتونو کې یوشمېر کارپوهانو جوبایډن ته د افغان سولې یوه نوې طرحه وړاندېز کړې.

د ښاغلي رحیمي پروینا دا طرحه د طالبانو تر ماتې وروسته د لومړي بن کنفرانس طرحې ته ورته ده.

«په دې طرحه کې د سولې په اړه پيشنهاد دادی چې سوله باید له کلیو ولسوالیو، له ولسوالیو د ولایتونو مرکزونو او په همدې توګه تر پایتخت پورې راورسیږي.»

رحیمي زیاتوي که ټاکنې جوبایډن وګټي، نو ښايي افغان کشاله د لومړني بن کنفرانس د طرحې پر بنسټ حل کړي.

خو هاخوا ځیني نور کارپوهان د امریکا په بهرني سیاست کې د اشخاصو رول ډير پياوړی نه بولي.

پخواني افغان ډيپلوماټ او د پوهنتون استاد فضل من الله ممتاز دویچه ویله ته وویل، په امریکا کې بهرنۍ تګلارې بنسټونه جوړوي چې په هغوی کې ځینې تګلارې ان د ۵۰ کلونو لپاره هم جوړې شوي وي.

«د امریکا په بهرني سیاست کې ممکن اشخاص هم تر یوه بریده رول ولري، خو وروستی پریکړه موظف بنسټونه کوي.»

د پوهنتون ددغه استاد پر باور که د امریکا ټاکنې هر کاندېد (بایډن او یا ټرمپ) وګټي پر افغانستان به یې چاندان اغیز نه وي، ځکه ددغه هېواد لپاره تګلاره مخکې له مخکې جوړه شوې.

ممتاز زیاتوي کله چې ټرمپ په ۲۰۰۹ میلادي کال کې تر خپلې بریا وروسته، افغانستان او سویلي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه، ډیری موارد یې عملي نه کړل.

«د بیلګې په توګه ټرمپ ویل، پر پاکستان فشار ډیریږي او حتی پاکستان یې د ترهګرو ملاتړی هېواد باله خو وروسته وروسته دا ټول معادلات سرچپه شول، ځکه پاکستان د امریکا په خارجي سیاست کې تر افغانستان لومړیتوب لري.»

افغان حکومت تراوسه په واضح ټکو نه دي ویلي چې د کوم نوماند (ټرمپ او بایډن) بریا به د افغانستان او په ځانګړې توګه د حکومت په ګټه وي، خو ځیني کتونکي وايي، افغان حکومت د امریکا ټاکنو کې د بایډن بریا ته هیله من دی.

د شنونکو پر باور افغان حکومت، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هوکړه او په ملي او نړېوال سټیج کې د طالبانو مطرح کول د ټرمپ ادارې کار بولي، چې ولسمشر غني ترې خوښ نه دی.

ایا افغان سولې بهیر هم د امریکا ټاکنو ته په تمه دی؟

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د قطر پلازمینه دوحه کې څه کم دوه میاشتې وړاندې د طالبانو او افغان حکومت پلاوي خبرو ته کیناستل، خو لاهم دواړه غاړې د  خبرو رسمي پيل لپاره د تګلارې په جوړولو هوکړې ته نه رسیږي.

د افغان پارلمان یوه غړي شاه پور حسین زوی دویچه ویله ته وویل:

«زمونږ یې د امریکا په انتخاباتو پورې څه، باید افغانان په خپلو کې سره جوړ شي او دا به ښه کار نه وي چې د افغانستان د سولې پروسه د امریکا په انتخاباتو پورې ځنډیږي.»

د پارلمان ددغه غړي پروینا، د سولې بین الافغاني خبرو کې باید دواړه غاړې خپله خپلواکي ثابته کړي او ژر تر ژره خبرې پيل کړي.

سره له دې چې د امریکا ټاکنو وروستی پایلې نه دي اعلان شوي، خو وار له مخه دواړه نوماندان ولسمشر ټرمپ او جوبایډن خپلو بریاوو لمانځلو ته چمتوالی نیسي.

اسماعیل شاکر – کابل