1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محب د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونې ستایلي

۱۴۰۰ تیر ۷, دوشنبه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوه ټویټ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغه څرګندونې ستایلي چې ویلي وو د طالبانو او د نورو کورنۍ په پاکستان کې اوسیږي.

https://p.dw.com/p/3vgop
Afghanistan Kabul Nationaler Sicherheitsberater Hamdullah Mohib
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد، د جیو نیوز په «جرګه» خپرونه کې د افغانستان په تړاو د څرګندونو یو کلپ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په په لاس کیږي چې وایي د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې اوسیږي. هغه زیاتوي: «اصلي ستونزه څه ده؟ طالبان یا هلته چې کوم نور خلک دي د هغوی کورنۍ دلته اوسیږي. په پاکستان کې دي [...] ځینې وختونه د هغوی جسدونه دلته راوړل کیږي. ځیني روغتونونه شته چې د ځینو خلکو درملنه پکې کیږي.»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ټویټر په یوه پیغام کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو هرکلی کړی. هغه لیکلي دي: «زه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ستاینه کوم چې د طالبانو له پاره یې د پاکستان ملاتړ افشا کړ. موږ نورو ډیرو زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو چې پر افغانستان د یرغل پر ضد غږ پورته کړي.»

تر دې دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې دا خبره رد کړې وه چې ګنې طالبان په پاکستان کې مېشت دي. د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، یوه تبصره هم په واشنګټن پوسټ کې خپره شوې وه چې د افغانستان په تړاو یې څرګندونې کړې وې. هغه په دغه مقاله کې لیکلي وو چې پاکستان په تیره وخت کې په جګړه کې له ښکيلو اړخونو څخه د يوه له انتخاب سره سهوه کړې وه او اوس یې له دغه غلطۍ زده کړه کړې ده. لومړي وزير زیاته کړې وه چې «موږ هیڅ غوره انتخاب نه لرو او د هر هغه دولت ملاتړ به وکړو چې د افغانستان د خلکو باور ورسره وي. تاريخ ثابته کړې چې افغانستان هیڅکله له باندې څخه نه شي کنتروليدلی.»

افغان دولت تل له پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي، خو افغان حکومت وایي چې پاکستان تل ډاډ ورکوي خو په دې برخه کې عملا څه نه لیدل کیږي. پاکستان او افغانستان تل یو پر بل باندې دا تور هم لګوي چې پر خپله خاوره یې یاغیانو ته پټنځایونه ورکړي دي.

په می میاشتې کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل رسما پیل شو او دې سره په افغانستان کې جګړو هم زور اخیستی دی. طالبان تر دیرشو د زیاتو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي. د تاوتریخوالي دې لړۍ په داسې وخت کې زور اخیستی دی چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي حضور لري، خو تر اوسه یې خبرو لا کومه مثبته پایله نه ده لرلې.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب