1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

محب: طالبان دي د بندیانو خلاصولو لپاره موږ ته مراجعه وکړي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنیت مشاور د «ترویکا» په غونډه کي د بندیانو خلاصولو په اړه د طالبانوغوښتني ته په اشارې سره وویل، چي هغوی ادرس غلط کړی دی. محب د تور لیست څخه د طالب مشرانو ایستل هم ردوي.

https://p.dw.com/p/3sqyB
Afghanistan Kabul Nationaler Sicherheitsberater Hamdullah Mohib
د افغانستان د ملي امنیت مشاور، حمدالله محبانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان لوړ رتبه امنیتي چارواکو د دغه هیواد څخه د خارجي قواوو د وتلو د جریان سره سم په کابل کي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي برخه واخیسته. د ملي امنیت مشاور، حمدالله محب د خارجي قواوو تر وتلو وروسته د خلګو تشویشونو ته په اشارې سره اطمینان ورکړ، چي «نظام به هیڅ وخت سقوط ونه کړي.»

محب د خارجي قواوو تر وتلو وروسته د تشدد او طالبانو د حملو ډیریدل رد نکړل ، خو ویې ویل چي امنیتي قواوي د دغو تهدیدونو په مقابل کي پوره تیاری لري.

نورمعلومات:«طالبان دي د خارجي قواوو د وتلو د بهیر نه خنډ کیږي»

محب اضافه کړه، چي د طالبانو ځینو کسانو د حکومت سره ارتباط نیولی دی او د جنګ ادامه یې نامشروع بللې ده. د هغه په خبره د دغو کسانو تعداد مخ پر ډیریدو دی.

پداسي حال کي ، چي طالبانو اعلان کړی دی، چي د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د نمایندګانو سره یې د تیري جمعې ورځي (د اپريل ۳۰مه) په غونډه کي د تور لست  څخه د هغوی د ایستلو، ورباندي د تحریمونو د لیري کولو او پاته بندیانو د ازادولو په باب خبري کړي دي، خو محب تاکید وکړ، چي د طالبانو دا غوښتنه نوې نه ده. هغه اضافه کړه: که طالبان د خپلو بندیانو خلاصیدل غواړي، نو د افغانستان د حکومت سره دي خبري وکړي. هغوی ادرس غلط کړی دی.»

په دوحه کي د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولي د تړون د امضأ کیدو سره سم حکومت ۵۰۰۰ طالبان بندیان ازاد کړه، چي د محب په حواله د هغو په منځ کي خطرناکه بندیان هم شامل وه. خو د دغو بندیانو تر خلاصیدو وروسته هم د افغانستان په امنیتي وضعیت کي مثبت تغیر ندی راغلی او ورځ په ورځ لا خرابیږي هم.

طالبانو د خپلو ۷۰۰۰ پاته بندیانو خلاصیدل د استانبول په کنفرانس کي د ګډون یو شرط ایښی دی، خو حکومتي چارواکي وايي، چي دا پلا به بیله ضمانت او دایمي سولي د تأمین څخه هغوی ازاد نه کړي. 

د افغانستان د ملي امنیت مشاور ظاهرأ د تور لست څخه د طالبانو د رهبرانو د ایستلو مخالف دی. هغه په لوګر کي پر ملکي خلګو باندي وروستۍ حملې ته په اشارې سره وویل، هغه کسان چي ملکي کسان خپل هدف ګرزوي، نومونه یې نباید د تور لست څخه وایستل سي.

آ./م.ق./ا.ا.